کور / تازه خبرونه / د کابل چاپ ورځپاڼو ته کتنه

د کابل چاپ ورځپاڼو ته کتنه

ويسا خپلواكې ورځپاڼي په خپلې نننۍ ګڼې كې په افغانستان او عراق كې د نړيوالو ځواكونو ماموريت ته اشاره كړې اوليكلي يې دي چې د امريكا نوې رهبري  يا عراق يا افغانستا ن په خپلو لومړيتوبونو كې راولي . 


همدې ورځپاڼي  په يوه بل مطلب كې د يوه امريكايې  چارواكي په حواله ليكلي چې د امريكا د نوي ولسمشر لپاره د پاكستان په وړاندي د يوه ښكاره سياست درلودل يوه جدي اړتيا ده .

ويسا په يوه بل ځاى كې بيا په ايران كې د افغان كډوالو وضعيت را اخستى او ليكلي يې دي ، ايراني چارواكو په سلګونوافغان كډوال له كاره بيكاره كړي دي . 
 


د ارادې خپلواكي ورځپاڼي هم په ايران كې د افغان كډوالو ستونزو  ته يو مطلب ځانګړى كړى او همدا خبره كوي چې د ژمي د رارسيدو سره ايراني مقاماتو شاوخوا درې سوه افغان كډوال له كاره ايستلي دي .

ورځپاڼه په افغانستا ن كې د امريكا او لويديځ راتلونكو پروګرامونو ته پام  اړوي او ليكي د افغانستان په جګړه كې به د عراق له تجربو څخه كار واخستل سي .

ارادې په يوه بل ځاى كې د امريكا د ولسمشرۍ كانديدانو جان مكين او بارك اوباما د اختلافاتو په اړه هم  مطالب خپاره كړي دي . 


د ملي آرمان نا دولتي ورځپاڼي د هغې شپږ كلني انجلۍ په اړه يو مطلب خپور كړى چې يوه طالب له پروان څخه كندهار ته بيولې خو دغه انجلۍ توانيدلې بيرته له خپلي كورني سره يوځاى سي .  
 


د پيمان نادولتي ورځپاڼي بيا په عراق او افغانستان كې د امريكا د حضور په اړه يو مطلب ليكلي او  وايې پدې دواړو هيوادونو كې د امريكا حضور پاى ته رسيدلۍ دى .

ورځپاڼي په افغانستنان كې د نشه يې موادو ستونزو ته هم اشاره كړې او ليكلي يې دي چې په افغانستان كې جګړه دوام مومي او امريكا بايد دې مسئلې  ته متوجه سوې وي . 
 


هشت صبح ورځپاڼي بيا د خپلي نننى ګڼي په لومړي مخ كې په غټوټكو ليكلي چې امريكا په افغانستان كې د برياليتوب لپاره ژمنه ده .

ورځپاڼي دې مسئلې ته هم اشاره كړې چې دامريكا  انتخاباتو په افغانستان كې نوي هيلي پيدا كړي دي اودابه  د تروريزم سره د مبارزې لپاره د نويو ستراتيژيو د طرحې لپاره كار وكړي .

دې ورځپاڼي په يوه بل مطلب كې دطالبانو سره خبري يوه سياسي پروژه  بللې ده . 


اصلاح او هيواد ورځپاڼو هم په خپلو نننيو ګڼو كې بيلا بيلو موضوعاتو ته اشاره كړې ده .

هيواد د محلې تاسيساتو د پياړتيا ضرورت او ددې تاسيساتو د ستونزو هوارۍ ته په اشارې ليكلي چې بايد دې مسئلې ته د امنيتي ستونزو د مخنيوي لپاره د يوې لاري په توګه وكتل سي .

خو اصلاح بيا د خلكو لخوا مجرمينو او تښتونكو ته د جزا وركولو د غوښتني  په اړه يو مطلب خپرو كړې دى او غوښتي يې دي چې مسول ارګانونه بايد دې موضوع ته جدي پاملرنه وكړي . 


او راه نجات ورځپاڼي د امريكا په اړه له نورو متفاوت نظر وړاندي كړى او د يوې بريتانيايې ورځپاڼي په حواله يې ليكلي چې پنځه شپيته افغاني  ښځي چې  په امريكايې زندانونو كې بندياني دي شكنجه سوي دي .

ورځپاڼي په افغانستان كې د بريښنا د كموالي په اړه يو راپور ليكلې  او په ځانګړي ډول په كابل كې د بريښنا د ستونزي په برخه كې يې د اوبو او بريښنا وزارت پر چارواكو انتقادونه كړي د ي .