په سويلي حوزه کې په رسمي ډول دايساف ځواکونوقومنداني له کاناډايي جنرال څخه هالنډي جنرال مارک دي کرايف ته وسپارل سوه .
دواک دسپارلوپه دغومراسموکې چې دکندهارپه نړيوال هوايي ډګرکې ترسره سول په افغانستان کې دنړيوالوسوله ساتوځواکونوعمومي قومندان (څلورستوريزامريکايې جنرال ډيويډمکرنېن )اودملي دفاع وزارت لوي درستيزسترجنرال بسم الله خان محمدي دکندهاراوزابل ولايتونوولايانواوځيني جګ پوړونظامي چارواکوگډون کړي وو.
په سويلي حوزه کې په هرنهومياشتوکې دايساف ځواکونومشري بدلېږي چې پدې ترتيب سره هالنډي جنرال (دي کرايف)پنځم مشرقومندان دي چې په سويلي حوزه کې ددغوځواکونومشري په غاړه اخلي .
نوي ټاکل سوي هالنډي جنرال دي کريف دکابل کندهاردلويې لارې ساتنې اوټاکنوله پاره دامنيت په خوندي کولوټينګاروکړ اوهغه يې دخپل کارله لومړيتوبونوڅخه وبلل.
نوموړي دکابل کندهارلويې لارې خوندي ساتلوله پاره دامنيتي پوستواوګزمودشميرزياتوالي ژمنه وکړه.
په افغانستان کې دآيساف ځواکونو قوماندان ديويد مکرنين وويل: چې دوي په سويلي حوزه کې دامنيت راوستلوپه برخه کې دملي اردواوملي پوليسوپه ملاتړ لويې لاس ته راوړنې لري اودنوروزياتوپه هڅه کې يو.
خونوموړي په نړيوالورسنيونيوکه وکړه چې دسويلي حوزې څخه منفي راپورونه خپروي.
پداسي حال کې چې دلته په پراخه پيمانه مثبتي چاري هم ترسره سوي دي .
دغه رازمکرنين دافغانستان دملي اردواوملي پوليسو دځواکونوپياوړتياژمنه هم وکړه،په وينايې ترڅوپه خپلوپښوودريږي.
نوموړي هم دکابل –کندهار-هرات پرلويه لاردامنيت په اړه انديښنه وښوده اوپه دې وروستيوکې يې دبې ګناه انسانانو دوژلو غندنه وکړه.
مکرنين دلويولارودساتنې په موخه،له قومي مشرانو او مخوروسره په خبروټينګاروکړ،خوزياته يې کړه،که چيرته له دې لارې امنيت رانه شي،پوځي لاربه خپله کړي.