کور / تازه خبرونه / جالب خبر: له ۳۰۰۰ متره ټوكر څخه پتلون جوړ سو

جالب خبر: له ۳۰۰۰ متره ټوكر څخه پتلون جوړ سو


د پيرو هيواد په پلازمېنه ليما كي د دنيا تر ټولو غټ پتلون جوړ سو چي ډېر ژر به نندارې ته وړاندي سي.
د پتلون اوږدوالى ۴۳ اعشاريه ديارلس متره دئ چي د فيشن د يوې ادارې له خوا جوړ سوى دئ.
پتلون په ملا يا كمر كي دېرش فټه غټ دئ چي يو كمربند هم ورته جوړ سوى دئ.
د فيشن اداره وايي دغه پتلون له درې زره متره ټوكر څخه جوړ سوى دئ چي له مځكه څخه د پورته كولو دپاره يې درې كرينګان راغوښتي وه، مګر پر پورته كولو يې ونه توانېدل چي وروسته يې څلورم هم ورته راوستئ.
له درې زره متره ټوكر څخه ۴۳ اعشاريه ديارلس متره اوږد پتلون د نړيوالو ريكارډونو په ليست كي ونيول سو.