دافغانستان ولسمشر حامد کرزی، نن سهار له کابل نه د ترکېې پلازمېنې انقری په لور روان شو، ولسمشر کرزی به په انقره کې دنړۍ په کلنۍ اقتصادي غونډه کې ګډون وکړي.
ولسمشر کرزی به پدغه دوه ورځني سفر کې دنړۍ په کلنۍ اقتصادي غونډه کې له ګډون پرته دترکیې له لومړي وزیر رجب طیب اردوغان،د پاکستان له لومړي وزیر سید یوسف رضا ګیلاني، دنړۍ داقتصادي ټولنې له بنسټ ایښودونکي او اجرائیوي رئیس ّپروفیسور کلاس شواب او دنړۍ له یو شمېر مشرانو سره په جلا جلا توګه وګوري.
له ولسمشر کرزي سره په دغه سفر کې دبهرنیو چارو وزیر ډاکتر رنګین دادفر سپنتا، دملي امنیت سلاکار ډاکتر زلمی رسول، په اقتصادي چارو کې دجمهوررئیس ستر سلاکار ډاکتر عمر زاخیل وال او ویندوی برخه لري.