په میدان وردګ ولایت کې دمرکزي زون د والیانو یو ورځنی منطقوي کانفرانس د دیرشو لوړ پوړو چارواکوپه ګډون پای ته ورسیده .
دلړم دمیاشتې په څلورمه نیټه په میدان وردګ ولایت کې د مرکزي زون د والیانویو ورځنی منطقوي کانفرانس دکابینې دیوشمیرغړو،دملګروملتونو استازو،دسیمه ایزو ارګانونو ادارې مشر او د څلورو ولایتونو والیانو په ګډون پای ته ورسیده.
د والیانومنطقوي کانفرانس دسیمه ایزې ادارې دجوړښت وروسته دا دویم منطقوي کانفرانس دی چې دکندهار ولایت وروسته په میدان وردګ ولایت د میدان ښار کې جوړ شو،ددې کانفرانس عمده موخې د امنیت،حکومتدارۍ او بیارغاونې په اړه یوه ګډه ستراتیژي ، دمرکزي زون ولایتونو په چارو کې همغږي او بالاخره ولس ته د ښو خدماتو عرضه کول یې مهم موخې وي ، په کانفرانس کې د ولس دستونزولپاره دحل لارو چارو په اړه پراخې هلې ځلې اوبالاخره د امنیت د تامین او غښتلتیا په اړه د ولس په همکارۍ باندې زیات ټنکار وشوه او ددغه موخو ته د رسیدو لپاره د والیانو په پراخو صلاحیتونو هم ټینګار وشوه ترڅو وکولای شي چې دیوې ښې ادارې په منځته کولو کې او ولس ته د پام وړ خدماتو په عرضه کولو کې ونډه واخلي ، د دولت او ولس ته ترمنځ واټن لمنځه یوسي، د دولت او ولس ترمنځ د اعتماد فضاء رامنځته کړي او هغه ننګونې چې اوس محال شتون لري له منځه یوسي.
همدارنګه د صلحي دپیاوړتیا په اړه هم د غونډې براخوالو نظرونه ورکړه او په دې برخه کې د والیانو په ونډه باندې زیات ټینګار وشو چې د دې لارې به د سولې بهیر کړندې شي او زیات شمېر هېوادوال به ددغه بهیر سره یوځای شي، دکانفرانس په پای کې دټول ګټو چارو وزیر،سیمه ایزې ادارې مشرپوپل،دملګروملتونومرستیال کرسټفرالکذنډر او څلورو ولایتونو والیانو لخوا ژورنالیستانو او خبریالانوته مطبوعاتي کانفرانس په ترڅ کې معلومات او پوښتنو ته یې ځوابونو ورکړل شول
دیادونې وړ ده چې د کانفرانس په پای کې دمیدان وردګ والي محمد حلیم فدايی لخوا د کانفرانس ګډونوالو ته د پښتني دود له مخې پګړۍ او ټیکري ورپسر شول ،