کور / تازه خبرونه / لس جسدونه نورهم لغمان ته راوړل شول

لس جسدونه نورهم لغمان ته راوړل شول

د هغو ٢٧ ځوانو لغمانيانو شهيدانولس جسدونه چې تيره اونۍ د کندهار د ميوند په ولسوالۍ کې شهيدان کړای شوې وو، پرون د هغوی وارثانو ته وسپارل شول.  تر دې د مخه هم د ١٢ تنو شهيدانو جسدونه د هغوی وارثانو ته سپارل شوي وو. اوس هم د څلورو تنو جنازې لادرکه دي چې وارثانو يې د ميوند ولسوالۍ له خلکو څخه د هغوی د پيداکولو په خاطر مرسته غوښتې ده. د يادونې وړ ده چې دغه ٢٧ تنه ځوانان د ايران هيواد ته د کار له پاره تلل چې د ميوند ولسوالۍ کې طالبانو له موټر څخه ښکته کړي وو، او د ملي اردو د عسکرو په ټس يې کې شهيدان کړي وو. د دې پيښې پر ضد تيره ورځ په لغمان ولايت کې درنه مظاهره کړې وه چې په زرګونو کسانو د غمځپلو کورينو سره غم شريک کړی و. پرون په ننګرهار، هلمند، مزار او ځينو نورو ولايانونو کې ولسي وګړي  چې ښځينه هم په کې موجودې وې، په زرګونو شمير کې سرکونو ته راوتلي وو، او د دې ناوړه عمل پر ضد يې شعارونه ورکول.