د هاليووډ مشهوره ستورۍ او د ملګرو ملتونو د ښه نيت سفيره اينجلينا جولي افغانستان ته راغله.
افغانستان ته د هغې د سفر موخه له هغو افغانانو سره مرسته په ګوته سوې چي له مهاجرت څخه خپل هيواد ته راستانه سوي او پر جايدادونو او ملكيتونو يې زورواكانو او توپكسالارانو خېټي اچولي دي.
افغانستان ته د حامد كرزي د حكومت له راتګ سره د مهاجرينو لړۍ راماته سوې، چي اوس كه څه هم حالات خراب دي، ډاډمن امنيت نسته او افغانستان ورځ تر بلي د كورني جنګ پر لور درومي، خو افغانان بيا هم له ګاونډي پاكستان او اېران څخه راستنېږي.
اينجلينا جولي په افغانستان كي د مهاجرينو د ستونزو جاج واخيست او د ځينو را ستنو سوو كورنيو سره ليدني وليدل، چي د هغوى د د سرپناه، خوراك او ځينو نورو مسايلو په باب يې تشويش څرګند كړ.