کور / تازه خبرونه / رابرت ګېټس: د ګوانتانامو زندان نه تړو

رابرت ګېټس: د ګوانتانامو زندان نه تړو


د امريكا د دفاع وزير رابرت ګېټس وايي تر څو چي د ډبليو بوش حكومت پاى ته نه وي رسېدلئ د ګوانتانامو زندان نه تړل كېږي.
دا په داسي حال كي ده چي د امريكا جمهوري رياست ته د جمهوري غوښتونكو او ديموكراتانو كانديدان دواړه د ګوانتانامو زندان د تړلو غوښتونكي دي.
رابرت ګېټس په پنټاګان كي خبريالانو ته وويل چي د ګوانتانامو زندان د تړلو فيصله به د ۲۰۰۹ كال په جنوري كي نوى راتلونكى حكومت كوي.
د ګوانتانامو زندان چي له ۲۰۰۱ كال راهيسي په كيوبا كي د امريكا له خوا پرانيستل سوى، له افغانستان ، عراق او پاكستان څخه د القاعده شبكې او طالبانو نيول سوي لوړ پوړي بنديان پكښي ساتل كېږي.
د دې زندان پر ناوړه شرايطو او له زندانيانو سره د غير انساني چلند او ظلمونو په اړه د نړۍ ډېرو بشري ادارو نيوكي كړي او خپله راخوشي كړي، خو د ډبليو بوش حكومت يې تر اوسه په باب قاطعه فيصله نه ده كړې.
له ګوانتانامو څخه راخوشي سوي بنديان وايي، هلته امريكايي پوځيان د هيڅ راز مذهبي، انساني او كلتوري ارزښتونو پابند نه دي او د بنديانو سره د وحشيانه چلند كوي.
د امريكا د دفاع وزير وايي په دې محبس كي اوس هم د القاعده شبكې ۲۷۰ تنه بنديان دي، چي راتلونكى حكومت يې د برخليك معلومولو ذمه وار دئ.