ما پریږدی چی یادونه یی په زړه وګرځومه
د ذهن په هنداره کی جانان ولټومه
بیلتون یی را نه وړی د زړه صبر او قرار
هغه وخت به کوم وی چی دهغی سره وکښینومه
ما چور ځان بایللی دی د هغی په بیلتانه کی
هیڅ پته یی نه لګیږی چی خپل ځان ورسومه
له ډیره زړه تنګی نه بی ارادی غږونه با سم
اخر به لیونی شم ځان به سیند ته وغورځومه
دا ټول ناقراری می زړه ستا دی د لاسه
که ته تللی نه وایی زه به ولی وښیو دمه