کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / تاسو خپله قانون ماتوئ له نورو څه ګيله !

تاسو خپله قانون ماتوئ له نورو څه ګيله !

نن مي ستاسو په پاڼه كي دا دردونكی خبر ووايو سي جميل كرزي په موتر باندي ۵ كسه ووژل ،ده  ترافيكان په وسله تهديد كړل وروسته يي ويلي سي دايوه عادي ترافيكي پيښه ووه ، څونه دافسوس خبره ده سي دپارلمان داد خلګو استازي دخلګو اوداففانستان برخليك ټاكونكي قانون تر پښولاندي كو ي دوسلي او قدرت نه ناوړه ګټه پورته كوي ، له دوي به خلګ دخدمت څه تمه ولري ،اول زموږ دخلګو ګناده بي له دي سي څوك وپيژني  او هغه وتلي دوي دشهرت او دپيسو لپاره رايه وركوي .اهل او دكار خلك نه پيژني اويايي نه رامخته كوي . ماته يوه ملګري وويل سي په هالند كي چا چي شرا ب تر ټاكلي اندازي ډير ځښلي وي موټر نه سي چله ولاي ،


 يوه ورځ دهالند دپاچا زوي شراب تر ټاكلي اندازي ډير ځښلي وو ترافيكو ودراوو كله سي وكوت نو دشرابو دڅښلو اندازه يي لوړه وه دستي له موټره راكښته كو د۶ مياشتو لپاره يي دموټر دچلولو نه منع كو هغه په ورين تندي خپه غلطي ومنله او په بل موټر كي سپورسو ، ترافيكانوتر بښنه وغوښته ده ورته وويل سي پروانه لري ماقانون ترپښو لاندي كړي دي اول بايد زه قانون پلي كړم ،دي ته دقانون حاكميت وايي دي ته خدمت وايي ،
په دبئ كي دشيخ محمد ددبئ ددبئ لوي حاكم اوداماراتو ددولت مرستيال زوي په يوه كلي كي تيزموټر چلاوو چي خلګو ترافيكوته شيكايت وكو په هغه دم پوليس راغلل دي وي له خپله موټر راكښته اوترپښتونو لاندي ونيو له ځان سره يي يو وړه ده هم څان قانون ته وسپارو،
په دبي كي ديوه دكاندار اوديوه مواطن عربئ دتلفون پر سره سي عربئ ځيني اخستي خبره راپورته سوه ماښام وو ددو ي خبره جكړي ته ووتله لاس يي سره واچاوو خلګو سره بيل كړل په دي مهال دغه عربئ سي ددولت لوړ پوړي چارواكي وو.


خپل دولتي كارته راو يست ورښكاره يي كو چي ته ماپيژني زه ځوك يم په سبا به سره ګورو په دي مهال ددبي دخاد كسان سي دجګړ ي له اوله ننداره كوله خو په چاي كارنه درلود راوړاند ي سول خپل كارتونه يي ورښكاره كړل ده ته يي وويل تا قانون تر پښو لاندي كو له دولتي كارته ناجايزه ګته كول لو ي جرم دي تا بآيد پوليسو ته خبر وركړي واي .دي يي تر لاسونو ونيو او موټرته يي وخيژاوو،نوري هيڅ هم نه دي وپلي ،دوكاندار پاته سو ،
خوراشه زموږ دقدرت ليونو ته كله سي قدرت ته ورسيږي نو څان بيلاتشپي ورته  خداي ښكاري ځه سي زړه وغواړي هغه كوي ،ـ


ښه جميل كرزيه: تاولي پر خوارانو ترا فيكانو وسله راوښكله اوهغه دي تهديد كړل ،تاجرم كړ ي وو بي ګنا خلګ دي وژلي دي ،قانو ن دي تر پښولاندي كړي دي ،ته دپارلمان استازي يي ،په ډيره خوښي دي بايد قانون
ته ځان سپارلي واي ترڅونوروخلګوته دعبرت وړسو ي واي ،خوتاله قدرته ناوړه ګټۀ پورته كړه ،نوتادخلګو په پاكو احساساتو لوبئ وكړي خداي خبر سي لانوري به دي  څونه ناوړي كړي وي ،هغه نو ته اوخداي سره خبرياست.


له دي نه ښكاريږي سي دقدرت لرونكي ټول قانون دځان دساتني لپاره بولي نه ځان دقانون ساتونكي ،اوس كه يوه غريب ډريو ر داكار كړي واي نونن بۀ په جيل كي ناست وو ، په افغانستان كي اوس هم دځنګل قانون دي يوازي پر خوارانو باندي پلي كيږي واكمنانو پخه راوړي ده ، له دولت ځخه كه چيرته وي له پارلمان څخه كه چيرته وي په كلكه داغوښتنه كيږي.


سي جميل خان بايد قانون ته راوكاږل سي ،كه داسي ونه كړي نو پر دولت قانون به دتير په شان دخلګو باور نورهم دمنځه ولاړسي ، اودمخالفونو ليكي بۀ نوري هم پياوړي سي ،ستاسو له دي عملونو اوكړنو سره دشاعر داشعر ډيرښه دلالت كو ي سي وايي :


دسمال يي در نه جو ړ كړلو هيواده
پا كو ي په تا لاسونه بي بنيا ده
ريښتني او خوا خوږ ي درنه يو وړل
وا كمني په تا كړي بي سو ا ده
لوړي شملي يي درنه پري كړ ي
زلا لت دي سو په بر خه داو لا ده