د لغمان په شاګلیانو کې افغان او ناټو ځواکونو بیګاه شپه عملیات کړي، چې دواړه لوري يوه بل ته د زيان اړولو بیلابیلې ادعاوې کوي، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي دوی د ایتلاف یوه چورلکه رانسکوره کړې او دهغوی ۱۵ سرتیري یې وژلي دي، نوموړی د خپلو دوو ملګرو د ټپي کېدو خبره هم کوي، خو د لغمان امنیه قومندان کریم عمریاربیا د دوو طالبانو د ټپي کېدو خبره کوي او وايي چې د دوی پولیسو او ایتلافي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، بل پلو د هېواد په ختیز کې د ایتلافي ځواکونو مطبوعاتي مرکز په دې اړه ناخبري ښيي او وايي پلټنې کوي.