کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په کابینه کښي بدلون او د افغان ولس هيلي

په کابینه کښي بدلون او د افغان ولس هيلي

د ولسمشرۍ د ټول ټاکنو ورسته چې ښاغلی حامد کرزی ترې بریالی راووت  د افغان ولس هېلې  او امیدونه د کابینې په لور و غزې دي  ترڅو داسی وزیران په کابینه کې راشي چې د افغان ولس د ارمانونو او غوښتنو ته ځواب ووایي ترڅو دغه جنګ ځپلې ولس ته د مرهم پټې کیږدي  او  افغانستان ولس نور ددغه مصلحتونو او ټلوالو د منګولو څخه د نجات لاره خپله کړي ، خو ښاغلی ولسمشر بیا هم د تل په څیر په همغه لومه کې و نښت چې  افغان ولس ترې سر ټکولو او یو شمېر داسی وزیر صاحبان یې  وټاکل چې د افغانستان وکړو ته یې  د جنایتونو لړۍ روښانه وه   د ولس هېلو او غوښتنو ته  یې کوم ارزښت ورنکړو، خو بیاهم افغان ولس په خپلو ماتو غاښونو د ولسمشر سره دغه مټکورې نینې و چیچلې  ،

افغان ولسمشر  حامد کرزی  دولس په  غوښتنو هیڅ غوږ نه ګروي  او  یوازې په کابینه کې د ګوتو په شمېر وزیران  ګمارلې دي چې هغه هم د هېواد دښمنانو د سترګوا غزي دي  او نه غواړي چې  داسی په کارپوهه  اوغښتلي وزیران په کابینه کې ولرو چې په ریښتني بڼه د خلکو غوښتنو ځواب ویوونکي  واوسي او هڅه کوي چې  په بېلابېلو ناسمو نومونو یې ونوموي  ، له هغه وخته چې په رسنیو کې د کابینې د بدلون خبرې وخت نا وخته اوریدل کیدې ورسره سم  افغان روڼ اندو به هم خپل نظرونه  د کابینې دبدلون په اړه څرګندول او ټولو هیله درلوده چې داځل  ښایې  ولسمشر د مصلحتونو او ستمي  ډلو ټپلو څخه لاره خپله کړي  ترڅو راتلونکی بدلونونه د هېواد لپاره یو  پرځای اقدام وي ترڅو دغه  واټن  د دولت او ولس ترمنځه  لمنځه یوسي  ،

په هغه ورځ چې  د کابینې بدلون په رسنیو کې اعلان شو نو  که څه هم   افغان ولس  غوښتنو ته پوره درناوې ونه شو ، همغه په اختلاس او اداري فساد ککړ وزیران خو یاهم پرځای پاتې شول او یاهم  د وزیرانو پرځای یې یوازې وزارتونو بدلون  وموند ،دپخوا په څیر د وزارت په چوکۍ پاتې شول او اند  د کورنیو چارو وزیر خو د دې ترڅنګ د افغانستان وتلې اتل او مجاهد شخصیت  وزیر محمد اکبرخان مډال هم ترلاسه کړو په ریښتیا هم  د ښاغلی ضرار احمد مقبل لاسته رواړنې خو ټولو هېوادوالو ته جوتې دي  چې څومره د خپل  ګران هېواد لپاره اخلاص لرې ؟ ریښتیا وایې پکه دادې لا بله سپکه )  اوس خو نور هم و نازول شو چې هم وزیر،هم مجاهد،هم اتل او هم غازي شو ، دده د غزا له برکته  خو د دولت مخالفین  او مافیا ډلو سره  تړلي کسان  اوس  په رڼا ورځ د کابل په لارو کوڅو کې  شوکونې او جنایتونه ترسره  کوي او ښاغلى ورته هک پک په غړیدلو سترګو ګوري ریښتیا هم (څه خیل یې چې غر هسې کربوړی) داخو د ولسمشر همغه د شمالي ټلوالې زړه خوږې  دوستان دي چې ولسمشر ته یې په تیرو ټول ټاکنو کې  ۹۰٪  فیصده رایه ورکړې ده ؟ ،

د کرنې وزیر صیب خو هسې هم دچا خبره  خپل خوبونه کول  دده لپاره خو وزارت یو دروند پیټې وه  اوس به یې ایله خوا سړه شوې وي، دپوهنې پخوانی وزیر ښاغلی اتمر صيب ګومارل د کورنیو چارو د وزیر په توګه زما په اند یو پرځای کاروو چې نوموړی  یوکارپوه او یو څه اندازه تصمیم نیوونکې  شخصیت دی خو دده پروړاندې هم د مقبل صیب غله قوماندان یوستر خنډ دي  خو دښاغلي  وزیر صیب  راتلوونکې ته به خپلې نیکې هیلې  ولرو او خدای دې وکړي چې د پخوا په څیر په خپلو کارونو کې لا هم زیات   بریالی شي  ترڅو د یو تکړه هېواد دوست وزیر په توګه  د تل لپاره پاتې شي، ښاغلی فاروق وردګ چې  د هېواد په اوسني بهیر کې  یې له ځانه پوره وړتیا ښودلې  ده  وبه کولای شي چې  د ښاغلی اتمر صيب غوندې د پوهنې بهیر ته لازیاته چټکتیا ورکړي ،  هیله مو ده چې  دهېواد دښمنانو د دسیسو پروړاندې  به ددوۍ  هڅې ټکنۍ نه شي که دهېواد دښمنان  هرڅومره خپلې خولې د دغسي درندو  شخصیتونو پروړاندې خلاصي کړي  او په خپلو لیکنو کې  ددوۍ په اړه ناسمې څرګندونې وکړي   خو زه هیله لرم چې  دوۍ به له خپله هوډ څخه په شاتګ ته اړ  نکړي او د یو ازاد ،خپلواک او پرځان بسیا  هېواد لپاره به هلې څلې  جاري وساتي.