پاكستان ته د طالبانو پخوانى سفير عبدالسلام ضعيف وايي پاكستان ورسره د ډيپلوماتيكو قوانينو خلاف چلند كړى چي دى يې په ۲۰۰۱ كال ونيوى او امريكايي پوځيانو ته يې وسپارئ.
ملا ضعيف وايي دى به د پاكستان له حكومت سره دعوه وكړي چي ولي يې له ټولو ډيپلوماتيكو اصولو خلاف امريكا ته وسپارئ.
ققنوس آژانس د ملا ضعيف له خولې خبر وركړ چي دا دعوه به ډېر وخت ونه نيسي، ځكه چي د پاكستان د هغه وخت واكمن جنرال مشرف اوس واكمن نه دئ او دا د ده دپاره يو ښه چانس دئ.
امريكايي مقامات وايي ملا ضعيف يې ځكه ونيوئ چي دوى فكر كاوه هغه به له اسامه بن لادن سره اړيكي ولري.
ملا عبدالسلام ضعيف په ۲۰۰۱ كال په اسلام آباد كي ګرفتار او امريكايي چارواكو ته وسپارل سو، په كندهار، بګرام او ګوانتامو زندانونو كي يې بند تېر كړئ دئ.
نوموړي په دې اړه يو كتاب هم ليكلى چي د امريكايي پوځيانو بد چلند، شكنجې او ظلمونه يې پكښي ياد كړي دي.