د امريكا جمهور رئيس ډبليو بوش چي د روان كال په پاى كي يې دنده پاى ته رسېږي د راتلونكي كال دپاره يې د امريكا د دفاعي چارو د پياوړتيا په خاطر ۶۱۲ ميليارډه ډالره منظور كړه.
دا په داسي حال كي ده چي د امريكا د متحده ايالاتو اقتصادي تاوان ۴۵۵ ميليارډه ډالرو ته ختلى دئ.
په نوو منظور سوو پيسو كي د افغانستان او عراق د پوځي عملياتو دپاره هم ۷۰ ميليارډه ډالره زياتونه سوې چي له مخي به يې په عراق او افغانستان كي د جنګېدونكو پوځيانو درې اعشاريه نهه فيصده تنخوا ډېره سي او هغوى ته د نورو اسانتياوو د رامنځته كولو په لاره كي به كار ځني واخيستل سي.
په دې بوديجه كي په اروپا كي د امريكا د دفاعي ميزايلو د نصبولو دپاره هم كافي اندازه پيسې بېلي سوي دي.
د سپيني ماڼۍ وياند ډانا پرينو وايي د دغه قرارداد تر منظورۍ دمخه جمهور رئيس بوش په پنټاګان كي له پوځي مامورينو سره دوه ساعته ليدنه وكړه او له يو بل سره يې د افغانستان او عراق پر روانو حالاتو بحث وكړ.