کور / تازه خبرونه / واشنګټن ته د ماسټرۍ دپاره تللي افغانان ورك دي

واشنګټن ته د ماسټرۍ دپاره تللي افغانان ورك دي

د واشنګټن پوهنتون ته د ماسټرۍ دپاره تللي پنځه افغان محصلين ورك دي.
د واشنګټن پوهنتون وياند نارم اركنس وايي دغه پنځه افغانان د كابل پوهنتون څخه دلته د څېړني او روزني دپاره په درې مياشتني كورس كي د ګډون په خاطر د سپټمبر په وروستۍ اونۍ كي راورسېدل.
د نوموړي په وينا دوى يوه هفته په وركشاپ كي ګډون وكړ چي دوهمه اونۍ يې شركت نه دئ كړى او د اكتوبر د شپږمي راهيسي ورك دي.
د ښاغلي اركنس په خبره دغو محصلينو د امريكا د قانون له مخي كوم جرم نه دئ كړى، خو د وېزې له شرايطو يې سرغړونه كړې، چي د همدې وېزې له مخي دوى يوازي د زدكړي او كلتوري چارو د ترسره كولو دپاره په امريكا كي د اوسېدو حق لري.