دادى شاوخوا دوه مياشتې په پوره کيدو دي خو عملا په افغانستان کې ېر غمل شوي پښتانه لا هم په زندان کې شپې تېروي . ولسمشر کرزى به په وياړ سره سبا د پښتنو رايو ته په تمه وي خو دومره واک نه لري چې نژدې سلو پښتنو کورنيو ته يې خپل کورونه او جايدادونه ورکړي .
په هر صورت نور پښتانه مشران هم غوږ نه پرې گروي . کوردې څه ډول شي دا دوعا به تاسو ته پريږدم
پښتانه خو هسې رسنۍنه لري چې دې مسلې ته لکه د بهسودو په څير چې هزارگانو ورته ډنډوره وغږوله دوى هم داسې وکړي .خو هغه څه چې لري او وياړ پرې کيدى شي د همدغو زنداني پښتنو عزم او غيرت دى . زه ديوه افغان او انسان په توگه پرې ځوريږم او د يوه پښتون په توگه په دې شر ميږم چې هيڅ مو ورته ونشو کړى. اوس داسې ښکاري چي دغه کيسه له رسنيو هم په هېريدو ده . اوس له قومي مشرانو او قومي جرگگيو دا تمه کووو چې په خواجه بهاولدين کې د بندي پښتنو غم ته اوږه ورکړي . ژمى او يخ را ورسېد خو زما د خواجه بهاولدين پښتانه په لوڅ ميدان کې يخې شپې تېروي . که همدا غيرت وي هغوى به يخ ختم کړي او موږ به بې غيرتي.
مننه