د حماس د اسلامي غورځنګ مشر خالد مشعل وايي د فلسطين د آزادۍ د دواړو ډلو حماس او فتح تر منځ مخالفتونه مخ پر اوارېدو دي.
خالد مشعل چي د قطر په پلازمېنه دوحه كي يوې خبري غونډي ته راڅرګند سو وويل چي دغه ستونزي يې د مصر د حكومت په منځګړتوب اواري كړي دي.
خالد مشعل له خداى (ج) څخه وغوښتل چي دواړي غاړو ته د امن، سولي او يووالي توفيق وركړي.
هغه وويل چي حماس او فتح ګوندونه به د يو بل ټول سياسي بنديان خوشي كوي، په مطبوعاتو كي به د يو بل خلاف تورونه هم نه لګوي.
د خالد مشعل په وينا كه څه هم تر دې دمخه حماس او فتح ګوندونه له يو بل سره خبرو ته كښېنستلي وه، خو امريكا به د دوى د يووالي هڅي ناكامه كولې او زياتوي چي اوس امريكا او اسرائيل په خپل منځي تاوتريخوالي اخته دي، دا د فلسطينيانو دپاره يوه ښه موقع ده چي بايد استفاده ترې وكړي.