کور / تازه خبرونه / امریکایی جنرال : افغان جنګ بایلونکی نه دﺉ

امریکایی جنرال : افغان جنګ بایلونکی نه دﺉ

رویټر د کابل څخه خبر ورکړ چی په افغانستان کی د امریکایی ځواکونو لوی قوماندان جنرال مک کایرمېن چی په عین حال کی د ناټو قوماندان هم دﺉ نن ( یکشنبه ) په کابل کی وویل چی ناټو افغان جګړه نه بایلی . ده وویل چی مشکل صرف دا دﺉ چی موږ کافی پوځیان نه لرو تر څو د افغانانو امنیت په ټینګ کړو . ده زیاته کړه چی تر هغه وخته چی افغان اردو بشپړیږی ، باید بهرني پوځیان راکول سی . ده د برتانوی قوماندان ( مارک کارلیټن سمیت ) د تېری اوونۍ هغه اعتراف رد کړ چی ویلي یې وو موږ دا جنګ په طاقت سره نه سو ګټلای . جنرال مک کایرمېن تیره میاشت ویلی وو چی د هغه ۴ زرو امریکایی پوځیانو څخه علاوه چی د مخکی څخه یې لا د رالېږلو فیصله سوې ، باید نور ۱۵ زره پوځیان هم افغانستان ته سوق سی . خو څیړونکي وایی چی نور نو ډېر ناوخته ښکاری .