په پاکستان د څو مياشتو راهيسي دخوراکى توکو بحرانونه شروع شويدي چي دپاکستان خلک يي ډير سخت پريشان کړي د تيرو څو مياشتو راهيسي د خوراکى شيانو قيمتونه يو په دوه شويدي همدا اوس د اوړو يو شل کيلوي بوجي چه د 2007 دنومبر د مياشتى څخه مخکي 250 روپي قيمت و اوس تر 950 پوري ورسيده د غوړيو د وريجو ،چينى (بوره) قيمت همداسي . دپاکستان 16 ميليونه عوام چه زياتره يي غريب او بيوزله خلک دي د دغو شيانو قيمتونه په خپلو تنخواؤ نه شي پوره کولاي له يو خوا څخه بي روزګاري شروع ده او بلى خوا څخه د خوراکى توکو په قيمتونو کښې داسى زياتوالي راغى چي خلک يي ډير سخت غمجن کړي دي .
غريب خلک له سهاره څخه تر ماښام پوري د يوي مړى ډوډي پسى يو خوا بل خوا سرګردان سرګردان ګرځى په پاکستان کښې د سياس لانجو له کبله خلکو ته ورپيښ ناورين نه يوازي خلکو ته پريشاني پيداکړي بلکي دپاکستان په اقتصادى وضعى هم اثر اچوي او که دغه بحرانونه همداسى وي نو دپاکستان خلکو سره دپاکستان اقتصاد ته هم زيان رسيدلي شي .
د خوراکى توکو قيمتونه اوچتولو سره خلک هر قسم کارونه ته لاس اچوى د دي بحرانونو سره قتلونه ، غلاګانى ، چور ، بى انصافى ، ظلم ، بى امنيتى د حکومت اقصاد ته زيان او همداسى نور ډير ناروا او نامشروع کارونه چي جامعى او ټولني نه تري اور اچول Ú�يږي شروع کيږي د پاکستان نوى ولسمشر ښ�لى زردارى مخکى له دى چي دهيواد په نورو چارو لکه سياست ، امنيت او همداسى نور غور وکړي بايد د اقتصادى وضعى په رغښت او دخوراکى توکو د قيمتو نه په قابو کولو کښې هم فکر وکړي او دغو ناورينونو دليري کولو لپاره غوڅ کوټلى او ګړندى ګامونه واخلى که نه نو يو ځل بيا به په ټولنه کښې ناروا او نامشروع کارونه شروع شى چه د پاکستان په امنيت باندي ناوړى اغيزي وشيندى نو بايد حکومت د دي بحرانونو د ختمولو لپاره بى ساره ګړندى ګامونه اوچت کړي ترڅو خپل وطن او طنوال له دي سترو پريشانيانو څخه خلاص کړي.