نن د پكتيا ولايت مركز ګرديز كي د سلاكار وزير او پكتيا والي ښاغلي جمعه خان همدرد لخوا د دوه سړكونو د اساسي جوړوني چاري رسما پيل شوي.
جمعه خان همدرد پر ټولو ښكيلو ډلو غږ وكړ تر څو د راتلونكې ټول ټاكنو لپاره د سولي له لاري وسلي پر ځمكه كيږدي او د يوه سوكاله افغانستان لپاره كار وكړي .
د پكتيا د والي وياند روح الله سمون وويل چي د غه سړكونه يو له مركز ګرديز نه تر احمد ابا ولسوالۍ پوري ۱۲،۵ كيلومتره او بل له مركز ګرديز څخه بيا تر مهلن كلې پوري چي له ۲۰۳ تندر قول اردو نه تيريږي او ۹ كيلومتره يي اوږد والۍ كيږي په پاخه او اساسي ډول جوړيږي.
سمون زياته كړه چي پردي سړكونو به پوره ۷ ميليونه امريكايي ډالره وليګيږي چي د ګرديز بيارغوني ټيم لخوا وركول كيږي او په پام كي ده په ۱۸ مياشتو كي به يي چاري پاي ته ورسيږي.
سربيره له دي ۲۱،۵ كيلومتره سرك په پكتيا كي اوس مهال ۲۳ كيلومتره له مركز ګرديز څخه تر تيري كوتل پوري قير دي ، او اوس مهال ۵۴ كيلومتره له مرګز ګرديز څخه چي د خوست پر لوري ځې كار پري روان دي.
همدا رنګه د پاكستان له سرحد د پټان ولسوالۍ نه ۲۲ كيلومتره سرك باندي عملا كار روان دي چي تر څمكنيو ولسوالۍ پوري په پاخه او اساسي ډول جوړيږي.
سمون وويل چي په نږدي راتلونكې كې د مركز ګرديز ۱۴ كيلومتره ښاري سړكونه به هم ډير قير شي او په پام كي ده چي د د آزادې سيالۍ ( بيډنګ) چاري به په همدي مياشت كي دننه تر سره شي .
دا سړكونه په داسي حال كي پيليږي چي په مركز ګرديز د ولايت مقام مخي ته د يو كيلو متر په اندازه سړك د USAID/LGCG لخوا په اساسي ډول جوړ او ګټي اخيستي ته وړاندي شو.