کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د سعودي عربستان ناکامه غونډه

د سعودي عربستان ناکامه غونډه

په سعودي عربستان کي، د ښاغلي کرزي د حکومت د استازو او د  طالبانو د ځينو پخواني مامورنيو او دپلوماتانو تر مينځ د سعودي عربستان د پاچا عبدالله په مينځګړيتوب يوه پټه غونډه وسوه.  ددې غوندي اصلي هدف د طالبانو او کرزي د حکومت تر مينځ سوله او روغه جوړه وه.  د طالبانو او حکومتي چارواکو تر مينځ د خبرو اترو دا لمړى پړاو ندى، بلکي څو ځله مخکي هم د کرزي استازي او طالبان خبرو ته سره کښېنستلي دي.  خو هيڅ ترې را و نه وتل. مگر ددې خبرو څه اهميت پدې کي دى چي دا مجلس په مکې مکرمې کي وسو.  د سعودي عربستان رول او نقش  په طالبانوکي په خاص ډول او په مذهبي ډلو کي په عمومي  توگه يو څرگند حقيقت دى.  مگر بل واقعيت دا هم دی چي ددې غونډي گډون کونکي په اوسني طالبانو کي چندان نفوذ نلري.

  ملا محمد غوث، متوکل، ملا ضعيف، او مجاهد د طالبانو په جنگي صفوفو کي ندي.  بلخوا، د حکومت په استازو کي  د زلمي رسول او د حامد کرزي مشر ورور قيوم کرزي نومونه يادېږي.  حال داچي دا دواړه کسان په حکومت او افغاني ټولنه کي  نفوذ او زور نلري.  اصلا، د کابل اوسنۍ اداره د سياسي قدرت او صلاحيت واحد مرکز نلري.   ددې ادارې لويه کمزوري د سياسي  اتوريټي او د قانون د حاکميت نشته والى دى. 



په هر صورت، د طالبانو سره خبري کول په خپل ذات کي بده خبره نده.  طالبان او  القاعده بايد سره جلا سي.   افغان طالبان  له سنتي ملايانو، له ځان او جهانه بېخبره طالبانو، او د کليو د بېکاره او روزگاره   ځوانانو څخه جوړ دي.  د هغوى په فکر مځکه مسطح او اواره ده او د غوايي پر ښکر ولاړه ده. افغان ‌طالبان ساده خلک دي چي د ای ايس  ای تر نفوذ او سلطې لاندی دي. مگر القاعده  اکثره د عربو، اوزبکو، چچينو، تاجيکو،  او نورو مذهبي انارشسټانو او مزدور و مذهبي ډانگيانو مجموعه ده.  هغوى په خپلو وطنونو کي د هستونگي، ټېک، او ژوند ځاى نلري. هغوى اکثره مور او پلار عاق کړي دي. هيڅ چا ته يې ښه زړه ندى پرې ايښى.     په بل عبارت، طالبان جلا دي او القاعده بېله ده.  لنډه داچي  دمخالفانو سره خبري کول بد ندي، خو بايد د خلکو داسي استازي يې ورسره وکي چي صلاحيت او اتوريټي ولري.  د افغانانو يوه لويه کمزوري پدې ده چي تل يې په برخليک او ژوند باندي  نور خلک لوبي کوي.  اکثرا، دوى  له سياسي پروسې څخه بهر، مرور، او چېرته د يوې غټي  وني تر سيوري لاندي ټنډه خوبونه کوي او يا چيري  يوه غوړ پيتاوي ته ناست او چورت وهي.  د ژنيوا کانفراس، د اسلام اباد موافقه، د بن کانفرانس، د مکې شريفي مرکې او . . . داسي نوری غونډي يې ژوندي مثالونه دي.  


يوازي هغه وخت د سولي خبري نتيجه ور کوي چي استازي يې په خلکو کي څه زور او مشروعيت ولري.  د ټولو پخوانيو کانفرانسونو، موافقو، او غونډو د ناکامۍ اصلي عامل دا وو چي استازي يې دننه په افغاني ټولنه کي زور او مشروعيت نه لاره.  هغوى د خارجي قواوو بې واکه او بې اختياره گوډاگيان وه.  که چيري په راتلونکو غونډو کي همدې اصل ته توجه ونسي، زه يقين لرم چي  د سولي هر کانفرانس او يا غونډه به ناکامه وي.  طالبانو سره بايد داسي يو حکومت خبري وکړي چي حداقل په افغانانو کي څه رېښه او پلويان  ولري.  نه يو داسي حکومت چي حتى  په کابل کي هم مشروعيت او صلاحيت نلري.


د کرسچين ساينس مانيټور ورځپاڼه د اکتوبر پر ۹ باندي ليکي: د افغانستان د حکومت او ياغيانو منابع وايي چي دوی د سولي خبری نه کوي، بلکي د تېري میاشتي د سعودي عربستان مذاکرات فقط د خبرو د پیلولو په منظور وه. د ‌طالبانو پخوانی مامور وحید مژده وایی: د سعودي عربستان مذاکرات ښیي چي حکومت کمزوری دی او ځګ ته لاس اچوي.  دا خبري پداسی وخت کي کېږي چي د طالبانو بغاوت په ګرده ملک کي زور اخیستی دی.  


بلخوا، د مکې په غونډه کی داسي ‌طالبانو برخه اخیستې وه چي په طالبانو کي چندان نفوذ او قدرت نلري.  د مکې په غونډه کي داسي پخواني طالبانو ګډون کړی وو چي د طالبانو په مشرتابه کي اثراورسوخ نلري.  د ‌طالبانو د اوسني مشرانو څخه یوه هم پدې مجلس کي برخه نه وه اخیستې.


کرسچین ساینس مانیټور ادامه ورکوي او لیکي: د سعودي عربستان د باچا په غونډه کي ۱۷ تنو ګډون کړی وو.  پدې خلکو کي د طالبانو د بهرنیو چارو پخوانی وزیر، ملا محمد غوث، په ملګرو ملتونو کي د طالبانو پخوانی استازی، عبدالحکیم مجاهد، او د حزب اسلامي غړی، عبدالسلام هاشمي شامل وه.  لدې جملې څخه یو کس هم په اوسني طالبانو کي کوم مقام نلري.  د مثال په توګه بل ګډون کونکی مولوي ارسلا رحماني وو چی فعلا سناتور دی.  هغه حتی د ‌طالبانو په دروان کي هم چندان قدرت نه لاره.  بل، پخوانی خارجه وزير وکیل احمد متوکل دی چي له ډېر وخت راهیسي په طالبانو کي چندان نوم او نښان نلري.  دغه راز، پدې غونډه کي عارف نورزي او د ملی امنیت سلاکار زلمي رسول هم ګډون کړی وو.


د ملاعمر په یوې اعلامیې کي راغلي دي چي دغه خلک د طالبانو استازي نه دي.  مګر ځیني مبصرین وایي همدا پخواني طالبان د ځینو اوسني طالبانو سره اړیکي لري، او کېدای سي چي د مینځګړي په توګه فعالیت وکي.


مګر د طالبانو پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف په طالبانو کي څه نفوذ لري.  همدا راز، عبدالله زاکري هم د څه اثر رسوخ خاوند دی.   ملا محمد غوث هم د طالبانو سره نژدې او ښې اړیکي لري.  


منابع وایی چي پدې خبرو کي شهزاده ترکي فیصل هم برخه لرله.  هغه د طالبانو سره ډېر نژدې روابط لرل، او د افغانستان د اسلامي ډلو سره یې د ۱۹۸۰ د کلونو راهیسي اړیکي ساتلي دي.  پدې غونډه کي، د پاکستان پخواني صدراعظم، نواز شریف، هم ګډون کړی وو.  ښاغلي نواز شریف د ۱۹۹۰ په کلونو کي په پېښور کي د افغان مجاهدینو د مشرانو په راغونډولو کي موثره ونډه لرله.  


د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه د اکتوبر پر ۹ باندي لیکي: همدا اوس، متحدایالات  د افغانستان  دپالیسۍ په اړه په غور او تجدید نظر لګیا دي.  اخبار ادامه ورکوي او لیکي: سپینه ماڼۍ غواړي چي پدې وروستیو اونیو کي د افغانستان په ارتباط یو فوري تجدید نظر په داسی وخت بشپړ کړي چي د یوې خوا د بوش اداره  د هغه هيواد لپاره هراړخېږه ستراتیژي نلري، او له بلي خوا، د امریکا استخبارات په افغانستان کي د زیاتېدونکي بې امنۍ په باب اندېښمن دي.


د ملي امنیت اټکل په نامه یوه څېړنه چي تقریبا بشپړه سوې ده، وایی: القاعده او طالبان بېرته منظم سوي او نوري افراطي ډلي هم ور سره یوځاۍ سوي دي.  همدې مسلې د هغوى د ماتولو کار لا سخت کړی دی.  


د متحده ایالاتو ځینی عالي رتبه مامورین وایی څرنګه چي په هیواد کي د جمهوري ریاست انتخابات را روان دي، نو ښایی د افغانستان او پاکستان حالات يوه څه نور هم بحراني سي.  ځکه پالیسي لا نده روښانه او ښایي څه وخت وغواړي چي یوه بله پالیسي انتخاب سي.


ورځپانه لیکي:  دعراق او افغانستان لپاره د جمهورریس مشر سلا کار ،جنرال ډګلاس لوت، د پنتګان او د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ته ویلي دي مجبوره یوو چي ځیني اساسي پوښتني بېرته له سره مطرح کوو: په افغانستان کی، زموږ اصلي اهداف څه دي؟  هلته څه لاسته راوړاى سو؟  زموږ منابع څه دي؟ زموږ د ملګرو رول څه دى؟  خپل دښمن  څونه پېژنو؟  او بالاخره، څرنگه به د افغان او پاکستان کمزوري حکومتونه ددې ستونزي سره مجادله وکي؟


د افغانستان په اړه د خطر زنګونه ددې کال په سر کی هله وښورېدل چي د بهرنیو چارو وزیره مېرمن کاندا لیزا رایس له افغانستان څخه بېرته واشنګټن ته راستنه سوه.  هغه پدې قانع سوې وه چي افغانستان یو ځل بیا د تباهۍ کندي ته ورشوه کېږي. دغه راز، د متحده ایالاتو د دفاع وزیر، ښاغلۍ ګېټس، هم د هغې نظر تایید کی.  هغه کانګرس ته وویل ‌طالبانو خطرناکه تاکتیکونه خپل کړيدي، د متحده ایالاتو په قیادت ایتلاف غیرمنظمه دی، او د یوې عمومي ستراتیژۍ د نشته والي په خاطر د بین المللي ټولني د بیاودانولو هلي ځلي ناکامه دي.


سږ کال، په افغانستان کی، د یاغیانو حملې تر بل هر وخت زیاتي سوي دي. جنګونه ډېر سوي دي.  همدا راز، په پاکستان کی د امریکایي عسکرو حملې زیاتي سوي دي.  ‌طالبان پر څو ډلو وېشل سوي دي، د جلال الدین حقاني ډله، د حکمتیار ډله، او د طالبانو څو مختلفي ډلي.  القاعده تر ډېره حده پوري له عربو، اوزبکو، چیچین، او د مرکزي اسیا د نورو  افراطيانو څخه جوړه سوېده.  القاعده غواړي چي د پاکستان له قبایلي سیمو څخه پاکستانی حکومت لیري وساتي، او لدې ځایه په افغانستان کي د یاغیانو سره مرسته وکي. که څه هم، د هغوی تر مینځ څه سیالي او رقابت سته، خو اوس په ګډه کار کوي.


بلخوا، د متحده ایالاتو استخباراتي ادارې وایي  جمهورریس حامد کرزی ددې توان نلري چي د ادارې فساد او مخدره موادو پرخلاف جدي اقدام وکي.


که څه هم، د امریکا د دفاع وزیر افغانستان ته د نورو امریکایی عسکرو د استولو بندوبست کوي، خو باور لري چي په افغانستان کي به زیات خارجي عسکر وضع نوره هم خرابه کړي.  افغانستان غواړي چي ۱۴۰۰۰۰ کسیزه اردو ولري.  ښاغلی ګېټس وایي ددغه اردو کلنی لګښت به دوه او یا دوه نیم بیلونه ډالره وي چی د افغانستان د کال ۲۰۰۸ د  ملی عایداتو لږترلږه درې برابره کېږي.  


پدې وروستیو میاشتو کی، پنتګان د نړیوال ایتلاف هیوادونو ته ویلي دي که چیری افغانستان ته عسکر نه استوي، نو پیسې دي ولېږي.  


بلخوا، د نیویارک ټایمز اخبار د اکتوبر پر ۹ باندي لیکي: د متحده ایالاتو د استخباراتي ادارو یو رپورټ وایی: افغانستان د تباهۍ کندي ته ور شوه کېږي، او افغان حکومت ددې کفایت او صلاحیت نلري چي د طالبانو له خطر سره مقابله وکي. 


پدې محرم رپوټ کي راغلي دي چي د افغانستان د حکومت شوړېدلی دی. په حکومت کي ادارې فساد او رشوت ډېر سوی دی، او د حامد کرزي اداره بیخي بې اعتباره سوې ده.  پدې رپوټ کي د بوش پر حکومت باندي سخت انتقادونه سوي دي.  


د امریکا جمهوري ریاست په انتخاباتو کي، د افغانستان رواني وضعي ډېره توجه ور جلبه کړې ده.  د سي ای ې یو مامور وایي د افغانستان ستونزه په سپینه ماڼۍ او اروپایی پلازمېنو کي  د لیډرشپ په نشته والي کی خلاصه کېږي.  ښاغلی هنري کرمپټن وایي افغانستان له اوله سره خراب وو، او فعلا وضعه نوره هم خرابېږي.  په واشنګټن کی، اوس  د مسولو کسانو سترګي کرار کرار رڼېږي.  دوی ډېر وروسته پدې خبري پوه سول، مګر اوس شرايط ډېر خراب سويدي. 


د جمهوري ریاست دواړو کاندیدانو افغانستان ته د نورو اضافه عسکرو د استولو تجویز تایید کړی دی.  ښاغلی اوباما وایي د بوش ادارې د افغانستان پر ځای عراق ته زیاته توجه وکړه.  مګر ښاغلی مکېن د بوش د حکومت دفاع کوي او وایي عراق د ټروریزم پرخلاف د جګړې اصلي میدان دی.


ښاغلي اوباما د سې شنبې د شپې په مناظرې کی وویل:  ما کرزي ته وویل د خپلو خلکو سره ښه کوه.  موږ باید یو داسي حکومت ولرو چی د خلکو استازیتوب وکړي، خو ښکاره خبره دا ده چي اوسنی حکومت همدا کار نه کوي. 


د بوش اداره د افغانستان په لیرو پرتو سیمو کي د افغاني قومونو د مسلح کولو او د هغوی سره د ‌طالبانو په ځپلو کي د مستقیمي همکارۍ په باب غور کوي.  د بوش حکومت له ډېر وخت راهیسي د افغاني اقوامو د مسلح کولو په ارتباط ټکنی دی.  د بوش د ادارې استازو هیله کوله چي د افغانستان د اوسني حکومت موسسات به دونه غښتلي سي چي پخپله امنیت وساتي.  مګر د سږکال زیاتېدونکې مرګ ژوبلي دوی دېته مجبوره کړل چی د اقوامو د مسلح کولو په اړه فکر وکي.