نن شنبه د ډسامبر د میاشتي لومړۍ نيټه، په ټوله نړۍ کې د ایدس ناروغۍ پر ضد نړیواله ورځ لمانځل کیږي .دا گړۍ په ټوله نړۍ کې شاوخوا 33 ملیونه انسانان په( اچ ای وی) وایرس او یا هم د ایدس په ناروغۍ اخته دي .د دې کسانو ډيری ېې په افریقا کې ژوند کوي .
دلته په افغانستان کې د عامی روغتیا وزارت مامورین وایې چې څه نا څه 260 د( اچ- ای – وی) مثبت واقعي ورسره ثبتي شوي او ډیري يې هم په نارینه و کې لیدل شوي دي.
په داسي حال کې چې ډیری افغانان نا لوستي دې د عامي روغتیا مامورین واېې هڅه کوي چې خلگ د راډیو ، تلویزیون او ورځپاڼو له لاري د ایډس ناروغۍ په اضرارو خبر کړي.د کابل ښار د نوي ښار په پارک کې ناست یوتن پوډري نن سهار راته وویل:” مونږ ایدس میدس نه پیژنو یوازي پیسي او پوډر مو بس دي”.
ویره موجوده ده چې په زرگونوتنه به په افغانستان کې په (اچ ای وی )وایرس اخته وي .
د ملگروملتونو سازمان یو رپوټ وایې چې تیر کال دوه نیم ملیونه تنه نوي انسانان په دې ناروغۍ اخته شوي او څه باندي دوه ملیونه نور بیا له اخته کیدو وروسته په همدي کال مړه شوي دي .