تيره ورځ د خوست ولايت د نادرشاه کوت ولسوالي په بيلابيلو سيمو کې د شپږو ښوونځيو بيسټ ډبرې
کيښودل شوې
خوست والي ارسلا جمال وايي ياد ښوونځي چې درې يي د هلکانو او درې يي د نجونو لپاره دي په خوست کې (PRT) ولايتي بيارغونې ډلې لخوا د پنځه لکه امريکايي ډالرو په لګښت روغول کيږي
ارسلا زياتوي په يادو ښوونځيو کې به په زرګونه هغه زده کوونکي زده کړي کوي چي دا مهال يې خپلې زده کړې د سر لمر لاندي سر ته رسولې او د سر پنا لپاره يې کومه وداني نلرله .
د يادونې وړ ده چې په روان کال کې به په خوست کې د ٨٣ ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړيږي چې په ډيرو يي دا مهال کار روان هم دي