د پاکستان د کورنيو چارو د وزارت ددې هيواد لوړو مقاماتو لکه جمهور رئيس، وزيرن او د سياسي ګونو مشرانو ته ويلي دي چي خپل سياسي فعاليتونه او تلاښونه محدود کړي .
د عربستان خبري اژانس خبر ورکوي چي د پاکستان د کورنيو چارو وزارت اعلان کړی دی چي د هغه اطلاعاتو له مخي چي دغه وزارت د پاکستان د امنيتي شبکو نه تر ﻻسه کړی دئ داوېره شته چي، ځيني ټرويستي ډلي ټپلي داسي پتيېلی وي چي د پاکستان لوړ کچي چارواکي لکه جمهور رئيس،صدراعظم ، وزيران او نور لوړ رتبه چارواکي په راتلونکو ورځو کي ترور کړي .
د پاکستان د کورنيو چارو وزارت وايي چي د جمهور رئيس،صدراعظم ، وزيرانو او نورو لوړ رتبه چارواکو د ساتني او محافظت اقدامات يې تند کړي دي او داسي پټي طرحي يې تر ﻻس ﻻندي نيولي دي چي د دغو چارواکو د راشه درشه پروګرام دوی پخپله جوړ کړي .