تيره ورځ دهلمندولايت دپوليسومشر سمنوال اسدالله شيرزاد په يومطبعاتى كانفرانس كى دتيروڅوورځولاسته راوړنوبيان وكړ نوموړى خبريالانوته وويل چى دڅوورځوپه جريان كى دهلمندولايت پوليسوپه مختليفو ساحو كى غله اوانسان تښتونكى ونيول اودقانون منګولوته يي وسپارل شيرزاد وويل چى په نيول سوكسانوكى شپږغله دموټرانو،پيسو ،موټرسايكلانو،او يوكلاشينكوف سره يوځاي ونيول سوه اودوه تنه هغه كسان چى غوښتل يي ديودكاندار زوي چى دحاجى محمد په نوم وه وتښتوى ونيول سوه .
داپه داسى حال كى ده چى دكمكى اختر درارسيدوڅوورځى وړاندى په هلمندولايت كى انسان تښتونى غلاو زور واخيست چى دغلاپرمهال غلوډيري كسان ځينى په چاقو ګانواوځينى په ډزوژوبل كړى هم وه .
ديادونى وړده چى تيره ورځ دامنيي قومندانى مخ ته په هلمندولايت كى ميشتوهندوانو اوسيكانو په دي موخه سوليز لاريون كړى وه چى ګواكى ددوى ژوند نه دى خوندى اوغوښتنه يي داوه چى ددوى امنيت دي په هلمندولايت كى وه نيول سى راټول سوكسانوويل كه چيري وه نه نيول سى نوبه هلمند پريږدى دالاريون په دى موخه سوى وه چى څوورځى وړاندى يوتن سيك دڅوتنو له خواوتښتول سواودوى ورځى وړاندى دپيسوپه بدل كى خوشى سو.