په زابل كې ناچاودي ګولى يوولسي وګړي وژلي اواووه تنه نوريې ټپيان كړي دي .
ځايې خلګ وايې چې دسيوري په (بادو)كلي كې پيښه ههال رامنځ ته سول كله چې قرباني سويوكسانوله ناچاوده ګولي سره اړيكي ونيولې .
دزابل دولايتي روغتون ډاكتران وايې چې اووه تنه ددرملني لپاره روغتون ته وروړل سوي چې له منځ څخه يې دوتنوژورټپونه اخيستي دي .
دزابل دوالى وياندګلاپ شاه علي خيل هم دپېـښي پخلي كوي،وايې چې دپيښي ټول قربانيان له شلوڅخه تردريرشوكلونوپوري عمرونه لري .
نومه وړي دپيښي اصلي علت دناچاوده مهماتواوماينونوپه اړه دسيمي داوسيدونكوناخبري وښودل .
كابوپيځه مياشتي مخكې هم په كلات ښاركې دښونځي شپږتنكې زده كونكي په يوي ناچاودلي ګولي وژل سوي و