کور / شعر / نېکمرغه اختر

نېکمرغه اختر


اې نــــــــــــــــيکمرغـــــــــــه لــــــــــوی اختره
ســــــــــــتړی مـــــــــــــه شــــې بخــــــــــــتوره


تا تـــــــــــــــه مـــــــــوږ سترګې په ﻻر يـــــــو
د راتـــــــــــــــــــــــــلو دې انــــــــــتظار يـــــــو


ځان ســــــــــــــره راوړه ســــــــــــــــــوکالــــي
چــــــــــــــــــــــې  شــــــــــــي ورکه بد حالـــــي


نيکمرغي مـــې د افغان ولـس نصيب کړه
افغانان  يـــــــــــو له بل ســــــــــره حبيب کړه


نــــــــــــور به اوسي کــــــــــړاونه تــــــــر کله
دغــــــــــــــــه برخـــــــــــه ازلي يې کــړه بدله


نور يې خلاص کړه د وختونو دګردان نه
د فلـــــــک د تکليفونـــو سخت ګذران نه


رؤفي باندې د ســــــــــولې زيـــری وکـــړه
مقدر مــــــــــې د افغان ټبر نـــور ښه کـــړه