د ډنمارک دولت په يوه رسمي خبر کي ويلي دي چي ددوی دوه تنه عسکر پرون د افغانستان په هلمند ولايت کي د ګزمې پر مهال د وسله والو طالبانو د بريد په پايله کي ووژل سوه . په خبر کي راغلي دي دغه دوه تنه عسکر په بريد کي د ژوبل کيدو سره سم په پوځي الوتکه کي نظامي روغتون ته د لېږدېدلو پر مهال مړه سوه .
د ډنمارک لومړي وزير او دفاع وزير د وژل سويو ډنمارکيانو کورنيو ته د خواشينۍ پيغامونه هستولي دي . د ۲۰۰۳ کال راپه دې خوا په افغانستان کي د وژل سويو ډنمارکي عسکرو شمېر ۹ تنو ته ورسېد .