د تلې نهمه ، د پژواک خبري اژانس څخه په ډيره مننه
ولسمشر حامد کرزي د کوچني اختر په لومړى ورځ ( دتلې ٩مه ) ، د ملاعمر په ګډون ټول وسلوال مخالفان يوځل بيا سولې ته راوبلل او هغوى ته يې ډاډ ورکړ .
کرزي ، چې په ارګ کې يې د اختر د لمانځه له اداکولو وروسته خبريالانو سره خبرې کولې ، د طالبانو مشر ملا عمر ته په خطاب کې وويل :
((راشئ خپلې خاورې ته ! خپل وطن اباد کړئ ،خداي مو دې راولي ، له بهرنيانو مه ويريـږئ، ددوى په مقابل کې به زه درېږم، څو تاسو ته زيان ونه رسوي . ))
که څه هم ولسمشر د برتانوي رسنيو هغه خبرونه چې ګوندې د سعودي عربستان په منځګړيتوب د حکومت او طالبانو مذاکره روانه ده ، بې بنياده وبلل خو زياته يې کړه :
(( ر ښتيا خبره داده چې د څوکلونو راپدېخوا مو دسعودي د پاچا خادم الحرمين الشريفين ملک عبدالله بن عبدالعزيز څخه غوښتي چې په افغانستان کې دسولې د را وستلولپاره هلې ځلې وکړي .))
د اختر په لمانځه کې له ولسمشر سره يو شمېر جهادي مشرانو ،دکابيني ، ملي شورا او د پخواني پاچا ( ملت بابا) د کورنۍ ځيني غړيو هم ګډون کړي وو .
ولسمشر کرزي ، ټولو هېوادوالو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وويله او د افغانستان او پاکستان خلکوته يې د آرامۍ غوښتنه وکړه.
ولسمشر ، په نننيو خبرو کې همدارنګه د کندهار د ښځينه پوليسو دوژل شوې مشرې ملالۍ کاکړ يادونه هم وکړه او د هغې وژنه يې يو ناځوانمردانه کار وباله .
حامد کرزي د خبرو په پاى کې د هېواد ټولو شهيدانو او په ځانګړې توګه د ملي پوليسو او ملي اردو وژل شويو سرتېرو ته دعا وکړه او دوى يې د هيواد د دفاع د لارې قربانيان وبلل .