د امنيت په شورا کي د مسلمانانو د غړيتوب غوښتنه
انډونيشيا د ملګرو ملتو د امنيت په شورا کي يوه چوکۍ و مسلمانانو ته غوښتې ده .
خبري اژانسو خبر ورکړ چي د انډونيشيا دبهرنيو چارو وزير ښاغلي حسن ويرا جودا دملګرو ملتو په کلنۍ عمومي غونډه کي د ملګرو ملتو د امنيت د شورا په تشکلاتي برخه کي د اصلاحاتو ږغ را پورته کړی او غوښتي يې دي چي په دی شورا کي بايد يوه چوکۍ د مسلمانانو په اختيار کي ورکول شي . هغه ويلي دي چي د نړۍ يو مليارډ او سل ميليونه مسلمانان په دې شورا کي د استازيتوب پوره وړتيا لري .
د انډونيشيا دبهرنيو چارو وزير د امنيت په شورا کي د امريكې، روسيې، چين، فرانسې او انگليس غړيتوب اود ويټو د حق په باره کي زياته کړېده چي که په رشتيا غوښتل کيږي د امنيت شورا دي واقعاً يوه ډيموکراټيکه صبغه ولري نو په دې شورا کي د نړۍ مسلمانان هم بايد غړيتوب ولري او نور اجازه ورنکړل شي چي ددې شورا دائيمي غړي دي د خپل ويټو د حق نه سؤ استفاده وکړي او هغه دي د يوه مخه فلج کړي .