هلمند:پوليسوته مرګ ژوبله او دسړک جوړونى دشرکت موټردسوځولوترڅنګ ددى شرکت کسانوته درنه مرګ ژوبله واوښتل .
نن سهار دهلمندولايت په ګرشک ولسوالۍ کى دپوليسوپريورينجر موټر دماين يوه چاودنه وسوه چى دچارواکوپه وينا دچاودنى په ترځ کى دوه پوليس وژل سوى او دوه ژوبل سوى دى دغه خبره دهلمندولايت دپوليسومشر سمونوال اسدالله شيرزادوکړه نوموړى وويل چى نن سهار داتوبجوپه شاوخواکى پوليس دکزمى په حال کى وه چى دپوليسو پر موټر دريمونټ کنترول ماين يوه چاودنه وسوه .
نوموړى وويل چى تردامهاله په دي تړاو تر اوسه څوک نه دى نيول سوى .
دچاودنى پړه دپخواپه شان وسلوالوطالبانوپه خپله غاړه واخيسته قاري يوسف احمدى چى ځان دوسلوالوطالبانووياند راپيژنى ديونامعلوم ځاى څخه دټيلفون په ليکه کى وويل چى نن سهار ددوى ملګروپه ګرشک ولسوالۍ کى دپوليسويورينجر موټر په ماين الوځولى چى داحمدى په وينا په موټر کى اته کسه وژل سوى دى .احمدى داهم وويل چى تيره شپه دګرشک ولسوالى دوزيرودمانده سره ددوى ملګروپريو اکمالاتى کاروان بريد ترسره کړى نوموړى وويل چى بريد دشپى پريوه بجه ترسره سوى چى دبريد په پايله کى څورلس ديوايس پى اى خصوصى شرکت ساتونکى وژلى او پنځه يي دځان سره ژوندى بيولى نوموړى زياته کړه چى دجګړى په ترځ کى دولس موټر سوځولى څوارلس يي دځان سره دموادوډک بيولى بيولى .
که څه هم دهلمندولايت دپوليسومشرسمونوال اسدالله شيرزاد داخبره منى چى بريد تر سره سوى خو نوموړى وايي چى بريد دسړک جوړونى دجغلو پر موټروترسره سوى چى دده په وينا پنځه موټر يي سوځولى دى خودمرګ ژوبلى په هکله يي معلومات نه لرله .
ديادونى وړده چى يوه مياشت وړاندى هم په دوراهى کى پراکمالاتى کاروان يوځان وژونکى بريد ترسره سو چى دچاودنى په ترځ کى په لسګونوکسان ووژل سوه اوزيادشمير موټر سوځيدلى وه .