کور / شعر / غچ، ازاد نظم

غچ، ازاد نظم

کله چې شين ګودر د جنګ په اور کې وسوځيدو
پېغلو هم شنه شالونه کېښول، تور پړونې شولې
د کلي مستو زلمو پرېښووې د ګودر لارې، خو
خدايزده چې ولې يې علت پسې سر نه ګرځاوه


د جنګ زړه يخ نه ؤ، څو ورځې تېرې شوې نه وې
دا  ځل لمبې شولې په جمو او حجرو را تاوې
پولادي غاښو يې لاسونه پرې کړل، پښې وخوړې
اورنۍ ژبې يې خيالي ځوانۍ کړې نس ته تېرې


خو يو څو ورځې جمې تشې وې، حجرې تشې وې
د شنو پټو پر پولو پېنډې د چرسيانو نه وې
سپېرو بادونو به ؤ، ټول کلى په سر اخېستى
شپه د ککوو  وه، جومات ته هم څوک نه راوتل


ورو ورو د کلي سحر شين شو، غرمه وغوړيده
زېړ مازديګر غېږ کې رنګينه زمانه ونېوه
پاتې زلمو هم،  نور شهيد همزولي نه يادول
شوخې ټپې يې، بيا په وچو شونډو ورغړيدې


د لوبو لاره هم،  له هغې هديرې تيرېده
چې جنګ سوځلي او وژلي يې په غېږه کې وو
پېغلو په دې خاطر چې فکر د زلمو راويښ کړي
يو اختر سرې جنډې، د هر قبر په سر لکې کړې


خو زلمو دا رنګ هم، د وينو په رنګ ونه مانه
بس سور سالو او سرې نکريزې يې په زړه وريدې
دوى وې چې هر څوک به د دوى په څېر خوبونه ويني
نه وو خبر چې پېغلې خوب کې هم غمونه ويني


ډېره موده وروسته په کلي کې واده ؤ د چا
پېغلو کړې ګوتې سرې، درياوې يې لاسونو ته کړې
همدا موقع وه چې د زړه کيسه زلمو ته وکړي
ځکه چې ټول وو د نکريزو او سندرو مين


ورا ښه ګرمه وه روانه او سندرې ګرمې
پېغلو زلمو ته کړې د سويو ګودرونو کيسې
د وران جومات، ړنګو حجرو او تللو ژڼيو داستان
دوى زنګيدل، خو د ټپو په مانا نه پوهيدل


ناڅاپه کړنګ شو، د اسمان هوا بدله شوله
تورې چورلکې، الوتکې غړمبيدې راغلې
چا وې عکسونه اخلي، پېغلو ترې مخونه پټ کړل
خو تورو لړو، ورځ په توره تياره واړوله


د ښځو، نرو او تنکيو ماشومانو کريغې
بيا د بمونو له درانه غږ سره ګډې شولې
بيا يو بې وخته قيامت، په يوه کلي راغى
بيا د لسګونو ارمانونو څانګې ورژيدې


څه چمبه مارې، سندرمارې پېغلې لولپه شوې
د ټپو ژبه، د سره پوځ په بم ټوتې ټوټې شوه
دريا ته سره لاسونه، سرې ګوتې هم غوڅې شولې
اوس د خپل تن پر ځاى، د ونو په ښاخونو کې دي


نو!
زلمو پام وکړئ!، کنه زه خو وايم کفر به وي
که نجونو پرېښي سره ټېکري له سره تاؤ نه کړئ!
همدا کفن نه کړئ، همدا ملاوستني  نه کړئ!
او له خونخوارو د شهيدو پېغلو غچ وانخلئ!!