ارام جهان،
ارام انسان…
څه خوب و خيال،
څه ګرانه هيله، اسره،
څه پاک سپېڅلی ارمان!
* * *
څومره ناپايه غځېدلې لاره،
څومره نغښتلي واټنونه ترشا،
څومره لا مخ ته نانغښتلي پاتې؛
پکې نګوښلې څه بېشمېره مرجاني قافلې،
پکې لوټلې څومره لا ډېرې ورېښمينې جوپې!
* * *
خو بياهم خوښې چې يې ژوند سااخلي لا
او د لا نوي وېلاړ مترې په ملتيا بدرګه،
درومي پرمخ د لا وياړلو ارتو بيرتو ګلورشوو پر لور!