د روسيې اټومي کښتۍ د جنوبي امريکې و اوبو ته ننوتلې
د «پطر کبير» په نامه روسي اټومي کښتۍ د دريو نورو جنګي کښتيو سره د کارائيب و سواحلو ته رسېدلی دي تر څو د وينزويلا د پوځي ځواکو سره ګډي پوځي مانورې وکړي .
د آسوشيېټدپرس خبري اژانس خبر ور کړ چي د سړې جګړې د ختمېدو راهيسي دا لومړی ځل دی چي دمځکي په دغه لوېديځه نيمه کره کي دغه روسي جنګي کښتۍ ځای پر ځای کيږي .
کرملين د واشنګټنه سره تېره مياشت د ګرجستان په سر خپلي اړيکي خړي پړي کړې . ددې نه وروسته مسکو د وينزوېلا، کيوبا ، بوليوي او د ﻻتيني امرېکې د ځينو نورو هيوادو سره د خپلو اړيکو د ټينګېدو په موخه يو لړ ګامونه پورته کړه .
په ياده دي وي چي د سړې جګړې په دوران کي ﻻتينه امريکه د شوروي اتحاد او امريکې ترمينځ د ايديالوژيکي جګړې يو تود ډګر وو .
په وينزوېلا کي د روسيې د دغه توپ لرونکي او بم غورځونکي سټراتيژکوکښتيو ځای پرځای کېدل د هغه تاو تريخوالی په ځواب کي تر سره کيږي چي د روسيې او امريکې ترمينځ د قفقاز د مسئلې په سر را پورته سوي دي .