کور / تازه خبرونه / پكتيكا: چاودني پنځه تنه مړه او دوه ټپيان كړل

پكتيكا: چاودني پنځه تنه مړه او دوه ټپيان كړل


د پکتيکا ولايت په يحيى خېلو ولسوالي کې بمي چاودنې پينځه تنه مړه او دوه نور ټپيان کړل.
پېښه نن ناوخته د سړک جوړولو د يوه شخصي شرکت  پر موټر هغه وخت رامنځته شوه، چي د پکتيکا له خيرکوټ ولسوالۍ څخه د دغه ولايت مرکز ښرنې ته پر لار  ؤ او د يحيى خېلو په ولسوالۍ کې پر ځاى پر ځاى شوي بم وخوت .
عيني شاهدان وايي بم چاودنې پينځه موټر سواره مړه او دوه نور ټپيان کړل.
ويل کيږي، چې په وژل شويو کې د خيرکوټ د ولسوال يو زوى هم  شامل دى.
که څه هم چارواکي د دا وړ پېښو مسؤوليت تل پر خپلو مخالفو وسله والو طالبانو اچوي، خو تر اوسه د دې پېښې مسؤوليت چا پر غاړه نه دى اخېستى.