کور / تازه خبرونه / افغان ولسمشر امريكا ته روان سو

افغان ولسمشر امريكا ته روان سو


د افغانستان د جمهوري رياست له ماڼۍ څخه خپاره سوي خبرونه وايي ولسمشر حامد كرزى نن تر غرمې وروسته امريكا ته روان سو.
امريكا ته د افغان ولسمشر د سفر موخه د ملګرو ملتونو سازمان په ۶۳ –مه عمومي غونډه كي ګډون دئ، چي هر كال په نيويارك كي جوړېږي.
ټاكل سوې ده ولسمشر حامد كرزى به هم د چارشنبې په ورځ دې غونډي ته وينا وكړي او د افغانستان د رواني وضعي په اړه به د نړۍ د هيوادونو مشرانو ته معلومات وركړي.