زموږ پر سر باندې ولاړ اسمانه !
چې دې شفق زموږ له وينو ځنې رنګ اخستى
ته خوشاهد يې تا زموږ ننداره ښه کړېده
ته او خداى رښتيا به وايې !
زموږ د زلميو ارماني جنازې ، د ستا له ستورو ځينې ډېرې نه وې ؟
زمونږه ښکلې او حسينې پيغلې په ښايست ستا له سپوږمۍ تېرې نه وې؟
خو ته خبر يې او تا ښې ليدلې
چې لوپټې يې دحيا لوټېدې ،
څنګه ى په چيغويې خورول ملکونه څنګه له سترګو يې اورېدل اورونه ؟
اسمانه وايه کنه !؟
چې پر سرونو ښخېدل تور پولادي مېخونه
تا دهغو ټکارى او رېدلو ؟
چې په ژوندنې له بدنه غوڅېدل هډونه
تا د چړو خرپارى او رېدلو ؟
اسمانه ! وړوند خو نه يې وايه کنه !
تا د زلميو د سرو منارې ولېدلې تا د سرو وينو تکې سرې فوارې وليدلې ؟
تا دلنبو په غېږ کې ښکلي ماشومان وليدل ؟
تا په ګوليو غلبيل شوي مظلومان ولېدل ؟
اى د غمونو او دردو شاهده !
زموږ نيم ژواندي او ټوټې هډونه نور د جګړو په خدايږو تاب نه لري .
خير دى زموږ د بې اسرو او کړېدلو چيغې
ددې جهان واکدار ته ورساوه او ورته ووايه چې : دا تش په نوم باندې ژوندي وګړي
په خپل کنډر او نړېدلي چم کې
ستا له درباره مينه او سوله غواړي !!!