په هيواد كې د سياسي بدلون په منځ ته راتګ سره دخلكو هيلې او ارزوګانې دومره لوړې وې چې ،په ډېر كم وخت كې ډېرو لويو او ژغور بدلونونو ته سترګې په لار وو،دليل يې هم دا وو چې له يوې خوا نړيواله ټولنه د نوي سياسي رژيم تر شاه وه او له بلې خوا د كار د كولو وسايل زيات او موجود وو.
د ډالرو هغه ويالې چې په افغانستان ور ماتې شوې وې فكر كيده چې په ډېر كم وخت كې به افغانستان ګل او ګلزار شي،خو د ډالرو د دومره زياتې پريمانۍ سره سره ،د خلكو هيلې او اميدونه يوازې خوب او خيال وخوت،لامل يې دا وو چې د ډالرو د باران سره يوځاى زمونږ ټولې ادارې د اداري فساد په ناروغۍ اخته شوې.
خلك په دې هڅه كې شول چې څه ډول هغه كه قانوني وي يا غير قانوني يو څه تر لاسه كړي،دا فكر په ځوانۍ كې ومړ چې د يو هيوادني احساس په اساس به هيواد ته راغلي پيسې په مصرف ورسيږي،په دې ټوله دوره كې د پيسو زياته برخه هم يوې ډلې او ګروپ ته ورسيده كومه چې لا له مخكې د تاريخ په څپيړه لګيدلي وه،لامل يې داوو چې تصميم،خبره او هدف يې يو وو،همدا دمشترك هدف او يوالي شتون وو چې د اكثريت په حقوقو اقليت خېټه واچوله،د يو ديموكراتيك يا د ولسواكۍ پر ستنو د ولاړ نظام غوښتنه او تقضا خو داده چې اكثريت به په اقليت حكومت كوي او اكثريت به د اقليت حقوقو ته درناوى لري،خو دلته خبره بل ډول شوه د اكثريت د حكومت پر ځاي پر مهمو پوستونو اقليت پښې كلكې كړې او د اقليت د حقوقو پر ځاي د اكثريت حقوق نه يوازې دا چې تر پښو لاندې شول بلكې په لوى لاس ددوى حقوق ترې واخيستل شول ،چې مهمه بېلګه يې په شمال كې د ۸۸ راستانه شويو كورنيو څخه د هغوى د ځمكو او جايدادونو عصبول دي دا خو يو داسې روڼ مثال دى چې د مطبوعاتو خولو ته لويدلى مګر ورته ډيرې پېښې دي چې د هيواد په شمال كې تكراريږي،مګر په هغو سيمو كې چېرې چې اكثريت يې پښتانه دي د اقليت سره دداسې كړنو مثال به راته څوك ونه وايي،په دې مانا چې پښتانه د هغوى ټولو حقوقو ته د درناوي په سترګه ګوري.
دا به هم د پښتانو د شان او شوكت يوه نمونه وي او يا به هغه د افغانيت كلك تورى وي كوم چې ټولو افغانانو ته د يو ملت په سترګه ګوري،په هر صورت خبره رانه بلې خوا ته درومي،په تېرو ټولټاكنو كې پښتنو په ډېره ميړانه او زړورتيا سره خپلې رايي وكارولې او په غوڅ اكثريت سره يې خپل اولسمشر وټاكه ،دا چې اولسمشر پښتنو ته څه ډول سوغات وركړل په دې اړه به خبرې نه كوو خو خبره داده چې په راتلونكو ټولټاكنو كې به د پښتنو رول او ونډه څه او څومره وي؟
ليدل كيږي چې په هر پښتني سيمه كې د جنګ او ناامنۍ اور بل دى په دې ډول شرايطو كې به څه ډول څوك وكولى شي چې د ټولټاكنو په بهير كې ونډه واخلي او ياهم د رايې وركونې مركزونو ته ولاړشي،كه پښتون قوم له هوښيارۍ كار ونه خلي نو باور وكړئ چې داسې تاوان به وكړي چې بيا به يې په تاريخ كې هم جبران نه كړي،زما هيله له ټولو پښتنو څخه دادى چې د وخت په دې حساسو شيبو كې خپل فكرونه ،نظرونه او اهداف سره يو ځاي كړى،په ګډه سره جرګه شئ او فكر وكړئ چې زمونږ په سرنوشت ولې لوبې وهل كيږي او يا هم ولې زمونږ له حقوقو نور ګټه پورته كوي.
د ژوند هره مسله په جنګ نه حل كيږي او نه هم څوك په جنګ كولو ګټه كولى شي،تاسو وګورئ هره خبري رسانۍ چې ګورې د پښتنو د خپل منځي وژنې او خوارونې رپورونه خپروي په داسې حال كې چې په هيواد كې شته نور قومونه او اولسونه په دې لټه كې دي چې څه ډول د خپل بچي له پاره په خارج كې د درس ويلو زمينه برابره كړي او څه ډول د ژوند هر اړخ پياوړى او غښتلى كړي،تاسو بايد په دې پوهيدلي وى چې د يو ملك رهبري او مشرتوب د هغې چا په لاسونو كې لويږي چې له يوې خوا د علم او پوهې په ګاڼه سمبال وي او له بلې خوا يو مترقي فكر ورسره وي،مونږ او تاسو خپلو بچيانو ته په كور كې د قلم پرځاي په ګوتو كې ټوپك وركوو او دا ورته ښايو چې څه ډول له ټوپك ګټه اخيستلى شې،د خداي (ج) او قران په خاطر لږ څه د خپلې راتلونكې په سوچ كې شئ،لږ څه په دې فكر وكړى چې زمونږ د راتلونكي نسل راتلونكي به څه وي او څه بايد وشي تر څو زمونږ بچيان د راتلكونكې زمانې له ګواښونو او ستونزو سره مقابله وكړى شي.
په را روانو ټولټاكنو كې يو بل سره وپوهوئ تر څوپه ټاكنو كې برخه واخلي او په خپل لاس ځان له رهبرۍ او مشرۍ ليري نه كړي،دا چې د پښتنو په سيموكې د وخت په داسې حساسو شيبو كې د جنګ او بدامنۍ اورنه بل دي ښايي دا هم د پښتنو له پاره يوه دسيسه وي تر څو دوى ونه شي كولى چې په ډاډمن زړه په ټولټاكنو كې برخه وا خلي،شايد په دې كې ټولې هغه كړۍ لاس ولري كومې چې په هيواد كې د پښتنو له واكمنۍ كركه لري خو د دا ډول دسيسو د شنډولو مهم او عمده د حل لار يو بل ته د فكرونو،نظرونو،هدفونو او زړونو نږدې كول دي،پښتانه بايد په خپل پښتاني غرور هيچا ته اجازه ور نه كړي چې ددوى په سيموكې د ويرې او ډار اچونې پر بنياد دوى له خپلو ډېرو عالي او لوړو حقوقو څخه بې برخې كړي او په ډير لوړ جرت سره د رايې وركولو له مركزونو څخه ننګه او ملاتړ وكړي،كه داسې ونه شول نو باور وكړى چې د راتلونكو ټول ټاكنو پايله به د پښتنو له پاره ښه زيرۍ ونه لري،له هغې وروسته بيا فكر كول د عقل او تفكر لار نه ده.
يو ځل بيا ټولو پښتنو وروڼو او خويندو ته ځولۍ هواره وم چې د خداي (ج) په خاطر نور د پښتون او په ټوله كې د انسان له وژنې لاس واخلئ د يو پښتون په وژنې سره د همغې پښتون بچيان د خوارۍ او بربادۍ سره مخامخ كيږي،ډېره د افسوس خبره ده چې زمونږ هر سهار په دې خبر پيليږي چې په فلاني ځاي كې پښتون د پښتون په لاس ووژل شو،لږ خپل تاريخ وګورئ او په تاريخ كې له پراته پښتاني او افغاني غروره ګټه واخلئ،تاسو پوهيږئ چې محمود غزنوي په هندوستان كې د يوې افغانۍ ميرمنې دلاس د يوې ګوتې د ماتيدا په بدل كې لس زره هندوان وژني او درس وركوي چې د بيا ځل له پاره په افغان لاس او چت نه كړي،اوس نو نه پوهيږم چې هغه افغانى احساس او درد چېرې ويده دى؟؟؟؟ خپلې خبرې به د لوى افغان سيد جمال افغان په دې وينا را ټولې كړم چې ويلي يې وو ،سره يو شئ كنه وركيږئ.