کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په يوه حمامي مو سر نشو پرته له ګلخنديانو

په يوه حمامي مو سر نشو پرته له ګلخنديانو

 


د منلو ده، چې د افغانستان ستونزه له بهرنيو او كورنيو لاملونو منځته راغلې،   كه چېرې د بهرنيو لاملونو كنټرول زموږ په لاس كې ندى دا په دې مانا نده چې لاسونه مو د كورنيو لاملو د كنټرول لپاره تړلي دي، لاس تر زنې كښېنو او ووايو چې هېواد او ملت مو ډېر خوار دي، موږ د بهرنيانو مرستو ته اړ يو او څه چې دوى غواړي بايد همهغه وكړو. پدې كې هېڅ شك نشته چې بهرني پوځي ځواكونه هېڅ كله هم د افغانستان د غميزې د حل لپاره زموږ هېواد ته ندي راغلي بلكې، دوى خپلې موخې لري.


 افغانستان ته د دوى راتګ، د افغانستان د مشروع او قانوني دولت له منځته راتلو څخه مخكې پېښ شو، نو ځكه موږ دوى ته د خپل قانوني او مشروع دولت د جوړېدو پوروړي يو او همدا وجه ده چې دوى په افغانستان كې خپلو موخو ته د رسېدو او د خپلو فعاليتونو د ترسره كولو لپاره زموږ مشروع دولت ته د هېڅ ډول مشورې كولو يا اخيستلو ته اړ ندي. راځئ داسې يې قياس كړو، چې دغه مشروع دولت چې د افغانستان وګړو د رايو په وركولو په غوڅ اكثريت وټاكه او د افغانستان په تاريخ كې هېڅكله هم داسې مشروع او قانوني دولت او حكومت د آزادو ټاكنو له لارې د رايو د وركولو په نتيجه كې منځه ته نه و راغلئ، نو د دغه حكومت مسئوليت او وجيبه د خپلو مخالفينو او ملت په وړاندې څه ده؟


 آيا دا حتمي ده چې دغه حكومت دې خپل مخالفين د پوځي ځواك په كارولو بېخي له منځه بوزي چې بيا سوله راشي؟ او كه وګړنيز او مشروع حكومتونه خپل مخالفين هم د خپل ځان او د خپلې خاورې بولي؟ موږ ونه ليدل چې كمونيستي حكومتونو څنګه په بېرحمي او ناتار خپل مخالفين [د وخت مجاهدين او كليوال] د خپلو بهرنيو دوستانو په مرسته ځپله؟ په هغه وخت كې پاكستان د افغانستان له مخالفينو سره سياسي او پوځي مرسته نه كوله او نن يې نه كوي؟


هلته ISI نه و نن نده؟ هغو كمونيستي حكومتونو سره له دې چې هېڅ مشروعيت يې نه لاره او د آزادو ټاكنو په نتيجه كې منځته نه و راغلي، خو بيا هم داسې هڅې يې پيل كړې وې چې په رښتينې يې غوښتل مخالفين خپلې خوا ته راوبولي او د خپل هېواد ستونزو ته د پاى ټكى كېږدي چې ها د چا خبره د افغانستان ملت د نورو هېوادونو او ملتونو خندنى نه شي. دا چې ولې هغو هڅو نتيجه ورنكړه هماغه د افغانانو د ځان ځاني خصلت دى چې پرته له ځانه بل نه غواړي. خو نن هم موږ يواځې او يواځې ځان غواړو او پخپل وړاندې بل، هغه هم چې يو مخالف وي نه غواړو. آيا دا منئ چې كه ډاكټر نجيب، حكمتيار او مسعود سره يو شوي واى ملت به هېڅ ستونزه نه درلوده! آيا دا منئ چې د افغانستان ملي يوالۍ د رهبرانو په سطح د زيانمنېدو ده نه د وګړو په سطحه؟ او همدا رهبران دي چې ملت يې د خپلې خودخواهي او ځان ځاني په كرايي كې كباب كړى دى. اوس هغه مهال دى چې له ړومبيو پېښو څخه د عبرت درس واخلو، افغانستان ډېر لوى هېواد دى موږ ټول پكې ښه ځاييږو، يوازې صدق او صفا له موږ څخه غواړي او تر دې ارزانه ځېزونه نور نشته چې وريې كړو.


پاتې شوه د بهرتيو ځواكونو او د نړيوالو مسئلو او معاملو خبره چې افغانستان په سيمه كې د دغو نړيوالو معاملو او پاليسيو يوه برخه ده، كه چيري، حتا دغه هېواد قبضه شوى هم وي خو آيا دغه اوسنۍ اداره چې د افغانستان ملت يې خپل حكومت بولي، نشي كولاى په هېواد كې دننه خپلو مسلحو مخالفينو سره څه واخله او څه راكړه وكړي؟ بهرنيانو ته خو د افغان ځوانانو د وژل كېدو څه غم نشته، هغوى كه چېرې د خپل يوه وژل شوي سرتېري په بدله كې سل ترهګر، كليوال او يا هم څاروې مړه كړى نو زړونه يې نه سړېږي ځكه چې القاعدې يو دم په زرهاوو خلك ورته مړه كړل! نو آيا پدې مفكورې ژوند كول چې نن دومره، ۱۰، ۵۰، ۸۰ او يا سل ترهګر د دوستو ائتلافي ځواكونو په عملياتو كې په هلمند، كندهار، زابل، فراه، غزني، لوګر، وردك، كاپيسا، كنړ، پكتيكا، پكتيا، خوست او ننګرهار كې مړه شول او سبا يا بله ورځ به ختم شي يا به سوله راشي، دا هم هيله كېداى شي؟


 تېر ۲۵ كلونه مو د همدغې د غم د بدلې په اورېدو تېر كړل او زموږ دوه نسلونه لكه موږ خوښباوره رالوى شول. آيا دا مفكوره زموږ د روښانه راتلوكې بنسټ دى؟ نه! موږ او د نړۍ وګړي د پېښو د يوې عظيمې او اجتناب نا پذيرې لړۍ شاهدان يو! زموږ، او زموږ د ريښتينو زعماوو رسالت دادى چې خپل ځانونه، خپل دين، هېواد، خلك او ځوانان له دغو پېښو څخه د توان تر حده خوندي وساتو او په ترڅ كې يې د انساني پرمختګ لاره پرانيزو، چې خداى مكړه څوك مو د خپلو موخو د تر سره كولو لپاره استعمال نكړي.  


والسلام