په پکتيکا کې يو توغندويي بريد درې ملکي کسان وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي.
په جنوب ختيځو ولايتونو کې د ناټو مطبوعاتي دفتر وايي نن سهار د پكتيكاپه زيړوك ولسوالۍ كې د دوى پر پوځي اډه د توغنديو بريدشوى چي څو توغندۍ د ځايي اوسيدونكو پر كورنو رالويدلي چې له مله يې دوې مېرمنې او يو ماشوم وژل شوي او دوه نور ماشومان ټپيان شوي دي.
خو وسله وال طالبان وايي د دوى توغندۍ پر خپل هدف لګېدلي او ولسي كسان د دوى په توغنديو نه،بلكي د ناټو ځواكونو په جوابي بريد كي وژل شوي دي.