د طالبانو رسمي وياندقاري يوسف احمدي وايي طالبانو نن ماسپښين د زابل ولايت د شاه جوی په ولسوالۍکې ددې ولسوالۍ د(ملي امنيت) دمديريت مرستيال( عبدالحبیب ) ديوه غلچکې بريدپه ترڅ کې ووژل شو ، طالب وياند وايي نوموړ ي ددې ولسوالۍ په بازار کې دتیريدوپه حال کې وو چي تر بريد لاندي راغی .
دا په داسي حال کي ده چي قاري يوسف پرون خبر ورکړي و چي طالبانو وړمه شپه دکندهار په کابل دروازه کي هم يو استخباراتي مامور وژلی و .