د امریکا دد فاع وزیر رابرټ ګېټس نن په یو ناڅاپي سفر له عراق نه افغانستان ته راغی هغه له ولسمشر کرزي سره د ارګ په ماڼۍ کې وکتل او هغه ته یې ډاډ ورکړ چې له دی وروسته به یې د هیواد ځواکونه د ملکي تلفاتو انګېرنې ته جدي پام کوي، ګېټس ولسمشر کرزي ته د هرات د شینډنډ د پېښې په اړه د تاثر او خواشېنۍ خبری کړي. دا ډول ګېتس د ملي دفاع له وزیر ستر جنرال عبدالرحیم وردک سره لېدلي او د هغه د هغه تصمیم هرکلی کړی چې غواړي د ملي اردو شمېر دی تر ۱۳۴ زرو ته لوړ شي. رابرټ ګېتس د امریکا په سفارت کې یوه خبري کنفرانس ته خبری وکړې هغه خبریالانو ته وویل چې چې پدی وروستیو کې د ایتلافي ځواکونو له لوري د ډېورېنډ کرښې هاغې غاړې ته عملیات وروسته له هغې ترسره شول چې پاکستاني پوځ له طالبانو سره د سولې تړونونه لاسلیک کړل او په وسلوالو طالبانو یې نظامي فشار کم کړ، هغه وویل دا کار ددی لامل شو ترڅو طالبان په افغانستان کې په ازادانه توګه په ایتلافي او افغان امنیتي ځواکونو بریدونه ترسره کړي. ګېټس دا ډول د پاکستان د پوځ له وروستیو عملیاتو نه چې د طالبانو د ځپلو لپاره یې پيل کړي دي خوښي وښوده. رابرټ ګېټس زیاته کړه چې په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې تاوتریخوالو ددی لپاره زور اخیستی چې وسلوال له پولې په اسانۍ را اوړي، طالبانو سره نوری ډلې لکه القاعده او بهرني جنګیالي همکاري کوي او د هغوی په جنګي تکتیکونو کې بدلون راغلی، هغه وویل د امریکا او افغانستان ګټې او دښمنان سره ګډ دي.