د لمرڅرک نارنج باغ
د کړکيو له هېندارو،
له برجو د اسمان څکو ـ
لاندې لاندې دي ولاړې د لمر څرک په ننداره.
غېږ پرانېستې خزان زمولې ځنګل ونې
ـ پر سرونو سره زرين خولونه اېښي ـ
سپينزرينو پلوشوته.
******
څو هوسۍ،کبلۍ او سوې
ـ لرې برې ـ
د مست سيند پر غاړه څري.
بوڅ لک څک يې شي غوږونه
چې راتوی کړي يوه ربڼه
ژيړې پاڼې
د پاڼرېژ ځنګله په پښوکې ترمې ترمې
******
ناببر له کوم يولوري چاشيطان
ـ له پرومېتوس غلا کړي اوره ـ
يوه وړه نيمه نيمژواندې سپرغکۍ را وپرځله،
پر بستر د وچو پاڼو.
په سترګرپ کې لورالور اورونه بل شول
او له دنګو هسکو ونو
شنې لوخړې، سرې لمبې اسمان ته پورته.
******
سره ښامار د غرغنډوکړې
له درو خواوو نه راښکېلې
هوسۍ، سويې او کبليانې.
لار لودن له ترهېدلو بوږنېدلو ژوو
ورک شو
او ناچار يې و دانګل
د سوله ييزمرګي په موخه،
ها ساړه سمخ او مست څپانده سيند ته.
******
درنګ شېبه کې نه ځنګل وو،
نه يې ګورې دنګې ونې،
نه يې غنې، بوټي، ژوي…
هلته نه ول بې له تور تپو ډېريو،
د سکرو ايرو څه پاتې،
چې هغه هم يوې توندې سيلۍ باد کړې
شيند پر شيند او لور پر لورې
او را وټوکېد بيا هله
د لمر څرک د نارنجباغ پرځای
يوګور ځنګل د تورو ګردلو او شنو لوخړو،
خور راخور پر ټوله سيمه!!!
پوهاند م.ا. زيار
تورنتو، 5-11-07