کور / خبرتیا او پيغامونه / د کندهار د برېښنا رياست معاون پر مړينه د غمشريکۍ پيغام

د کندهار د برېښنا رياست معاون پر مړينه د غمشريکۍ پيغام

 

په ډيره خواشيني سره خبر سوم چي د کندهار د برېښنا رياست مرستيال ښاغلی حاجي نظرمحمد اغا د ناڅرګندو وسله والو کسانو له خوا په شهادت ورسېد .

انالله و انا اليه راجعون

ارواښاد حاجي نظرمحمد اغا د کندهار ولايت د ډيرو کونډو ، يتيمانو او بېوزلو وګړو سره زړه سوی او همدردي لرله او له همدې امله يې د خپل ولس په زړونو کي ځای موندلی و .

زه د ارواښاد د شهادت له امله د کورنۍ غړو ، دوستانو او همکارانو ته د زړه له کومي د خواخوږۍ او تسليت مراتب وړاندي کوم او د خدای تعالی  جل جلاله لوی دربار ته د نوموړي د پاک روح د مغفرت  لپاره لاسونه پورته کوم .

 

په درناوي

حاجي عبدالطيف کاکړ – هالنډ