کور / راپور / د ميدان باميان تر منځ سړک کار بيا پيليږي

د ميدان باميان تر منځ سړک کار بيا پيليږي

 


د ميدان باميانو اقتصادي سړك كار چې څو كاله وړاندې دولسمشر كرزي او دكابينې د وزيرانو په ګډون په رسمي ډول پيل شوی و چي د امنيتي ستونزو له امله په پټه ولاړ و .


دميدان وردګ ولايت وياند د يوې خبرپاڼي په ترڅ کي خبر ورکړ چي د ياد شوي سړک کار به ددې ولايت د والي محمد حليم فدائې د هلو ځلو پر اساس  او دهغه كتنو پربنسټ  چې د ولس سره يې دلودې ډير ژردنوموړې سرك د جوړولو كار پيل شي، دهمدغه سرك د جوړلو په موخه نن د وږي په ۲۵ نيټه د د ټول ګټو چارو ( فواعد عامې ) وزير  سحراب على صفري د ميدان وردګ ولايت ته ورغلی و .


  د دميدان  وردګ والي ښاغلى محمد حليم فدائي او نورو دولتي لوړ پوړو چارواكو سره په كتنه كې دميدان –جلريزد سرك دكار د پرانيستلو په اړه سلاء مشورې وكړى چې د سرك د امينت په اړه د ولايتي شورا رييس  په مشرۍ يو (۶) شپږ كسيزه كميسيون جوړ شو په دغه كميسون كې دملي امنيت ريس، دامنيي قوماندانۍ دامنيت امر، دملي اردو لوا قوماندان،د نظم عامې لوا قوماندان او فوايد عامي وزرات د استازې ګډون لري ،دغه كميسيون به د سرك په امنيتي ستونزو د ښاغلى محمد حليم فدايې سره نظرونه شريكوي .


د ميدان وردګ ولايت وياند ادم خان سيرت وايي چې دميدان جلريز سرك د امنيت ژمنه د سيمې مشرانو لا دمخكې څخه د ولايت دمقام او ولايتي شورا په هلو ځلو وركړى، همدارنګه د ټول ګټو چارو وزير په وينا د باميانو څخه د نوموړې سرك د پيل كار به دروان كال د غبرګولې مياشت كې پيل شي ، او موږ هيله لرو چې د جلريز دسرك  كار به په نژدې راتلونكو ورځو كې پيل شي او هېواد والو به ترې ګټه پورته كړي .