د اساسي قانون په نهم څپرکي کې راغلي چې ، هر کله د جګړې ، وخيم اغتشاش او … له مخې ملي حيات په هغه ډول چې قانون کې راغلى ناممکن شي نو ولسشمر د ملي شورا په منظورۍ په ټول هېواد يا په يوه سيمه کې اضطراري حالت اعلانوي .
له څو اونيو راهيسې د شمالي ولايت تخار په خواجه بهاوالدين ولسوالۍ کې د شاوخوا ٨٠ پښتنو کورنيو ژوند له ګواښ سره مخ دى .
دغه کورنۍ چې نږدې ٧٠٠ غړي لري ، له اوږدې جلاوطنۍ وروسته خپل پلرني ټاټوبي ته راغلي دي خو ځايي زورواکانو له ويرې په يوه زاړه محبس کې شپې ورځې تېروي .
دغه کورنۍ د ځايي ازبکانو او يو شمېر پخوانيو تنظيمي قوماندانانو له خوا له ناوړه حالت سره مخ دي .
دغه زورواکان د روژې مبارکې مياشتې تقدس ته هم نه ګوري او په همدغه مبارکه مياشت کې ٧٠٠ انسانان برمته کړي دي او هره لحظه يې د وژلو ګواښ کوي .
د اساسي قانون په ٢٣ماده کې راغلي چې ژوند يو الهي نعمت دى او هيڅوک پرته له قانوني جوازه له دغه حق څخه نه شي بې برخې کېداى .
خو په خواجه بهاوالدين کې ٧٠٠ کسان له دغه حق محروم ګرځول شوي دي او له يوه تدريجي مرګ سره مخ کړاى شوي دي .
همدارنګه ددغه قانون ٢٤ماده وايي چې د انسان ازادي او کرامت له تعرض نه خوندي ده او دولت د انسان ازادي او کرامت ته په درناوي کولو مکلف دى .
خو په خواجه بهاوالدين کې داسې نه ده .
هلته څو زور واکانو د سلګونو انسانانو پر ازادي او کرامت تعرض کړى او له ګواښ سره يې مخ کړي دي .
او …
دغو حالاتو ته پام ويلى شو چې د تخار په خواجه بهاوالدين کې د پښتنو ژوند ، په هغه ډول چې اساسي قانون کې تضمين شوى نه دى روان .
ددغو بې وزلو پښتنو کورونه او جايدادونه ډېرى د کورنيو جګړو په مهال ، چې دوى د بلوچستان په ژوب کې مهاجر وو ، غصب او د زورورو ترمنځ ويشل شوي دي .
دغه بېرته راستانه شوي کډوال له يوې مياشتې راهيسې په يوه منتخب دولت کې چې د بشر دحقونو مدافعان يې هم ترڅنګ ولاړ دى ، د مرګ له ګواښ سره مخ دي .
دولت ، که نه شي کولى يا نه غواړي چې ددغو بېوزلو خلکو ژوند وژغوري نو د دولت مشر خو دومره کولى شي چې هلته د اضطرار حالت اعلان کړي ، ترڅو توجه ورته جلب او څوک يې مرستې ته را ودانګي .