کور / خبرتیا او پيغامونه / افغان ټولنه ( اکټن – لندن): د تخار د پښتنو په اړه اعلاميه

افغان ټولنه ( اکټن – لندن): د تخار د پښتنو په اړه اعلاميه

بسم الله الر حمن الر حیم !


اعلامیه


یو شمیر هېوادوالو ته د هغوي پخوانیو اوسېدنځایونو ته د  دوي  د بېرته  ستنېدلو په  وړاندي  دخنډونو د لیري کولو په هکله  :


د تېرو  دري لسېزو  کورنۍ جګړي  د بېساري تاوانونو  تر  څنګ  د اوسېدو د  یو  شمیر  ځایونو  څخه  د بېو زله  ځینو کورنیو د  بېځا یه  کېدو او د ګډوالۍ  په  ناوړه شرایطو  کې  د میشت کېدو  وروسته  چې کله  دغو هېوادوالو  وطن  ته  د راستنېدو  زړه  ښه  کړی  ، د هېواد دښمنو کړیو  له خوا  نیمه خوا  شوي  او  خاوري  پریښودو  ته  بیرته مجبور  شوي  .


دا  ډول چلندونه  د بېلا بېلو هدفونو  په  موخه  شوي .  بېوزلې افغانان  یا د سیاسي دلایلواو یا هم د قومې ، ژبنې اوسیمه ایزو شخړو له امله  نشې کولاي  چې په خپلو  سیمو کې  میشت  شي،  په  ارامۍ سا وباسي  او  یوه حلاله مړۍ ، ډوډۍ  پېدا کړي  .


دا ټول د چا د لاسه  دي  ؟  دا هغه  زورواکان  او  تعصب لرونکې دي  چې  خپل څټ  ته  دولتي او نړیوال ملاتړ  احساسوي  . زموږ ګیله له  دې  ځایه  پیل کیږي   چې  څنګه  د افغانستان  ،  سیمې  او نړۍ د  ټولو شخړو  دروند پیټۍ   دسیمې  د  یو  توکم  په  اوږو  ایښودل  کیږي  او بیا  نور  د  سپینو  کوترو  په  سيل  کې  راځې  . زموږ  هر هېوادوال  خبر  دی  چې  اور چا بل  کړی  اوڅوک  په کې  سوځل کیږي  ،  وطن د چا دی  او څوک  ترې  ایستل کېدو ته اړ  کیږي .


په همدې  موخه  په  برتانیا کې  د اوسیدونکو افغانانو د ټولني  په  نوښت   دسپتمبر  د میاشتې  په  پنځمه  نیټه  د افغانانو  یو شمېر ملی او مطرح  شخصیتونو  د افغانستان  د اسلامې جمهوریت دلوي سفیر  سره  د هغه  د کار  په دفتر کې و کتل  او د  خبرو اترو  په  پاي  کې یې د خپلو  اندیښنو  لېک افغان حکومت ته د سپارلو  په  نیت  چې  متن  یې لا له وړاندي  د یو لړ  هېوادنیو  سایتونو له خوا  خپور شوی  ، هغه ته ور کړو  .


موږ یو ځل  بیا  په  خپلو  غوښتنو  ټینګار  کوو چې  : د  افغانانو  دبیلا بیلو قومونو  په وړاندي  د مور ــ  مېري  سلوک  ته  د  پاي  ټکی  کیښودل شي  . د تخار  هغو خلکو  ته  چې  د زورواکانو په ګیره  کې  دي ازاد  اوخپلي مځکي  ــ کورونه  بیرته  وروسپارل شي  . هغو مشران  او  چارواکې  چې  د  قانونې  مجوز  پرته   یې زموږد بېځایه شوي


وطنوالو  مځکې  او  کورونه  د خپلو  خواخوږ و د خوشالولو  په  خاطر نذرانه کړي  وي تر کلکي  پوښتنې  لاندي  ونیول  شي  .   د  تخار او  ټولو سیمو  خلک باید  واک  ولري هره  ګړۍ چې  یې  زړه  غوښتې  وي  بیله ډاره  خپلو  ځایونو ته ستانه شي . په پوځې عملیاتو  کې  د  ملکې وګړو بچ کوونې ته  کلکه  پاملرنه  وشي  . په  نړیواله ټولنه  اوپه هغوي پوري  تړلو  پوځې ټولګیو باندي زور واچول شي  چې  پوځې فعالیتونه  د افغان څواکونو  په مشوره  سرته  ورسوي  .  د ولسمشر کرزي  ادري  ته  وړاندیز  کیږي  چې  زموږ دي


 او داسې  نور غوښتنو  ته د افغان اولس د سلامتۍ  او ارامۍ په نیت غوږ  کښیږدي  .


په  درناوي


سید جان  کارواني
د افغانانو د کلتوري ټولني ريس
لندن ( اکټن )