زه درۍ کاله مخکې خپل ګران ټاټوبي ته ولاړم په ورانو کلیو او بانډو راوګرزېدم د ۲۷ کلونو د شهیدانو د فاتحو لپاره کلي په کلي وګرزېدم وطن هدیره هدیره وو په ډکوسترګو په هدیرو اوزیارتو راوګرزېدم دامهمې چارې مې چي تر سره کړې بیا نوله خپل کلي څخه راغلم او پوره یوه اونۍ د لویې پکتیا په مرکز ګردیزکې د دې لپاره واوسېدم چي، یو شمېر خپل فرهنګيان اومخور کسان وګورم ترڅو زموږ لویه پکتیا د یوې دودیزه کلنۍ مشاعرې لرونکې کړو، نو په دا لمړۍ ورځ تڼیوال صاحب ته ورغلم وروسته له ډېر انتظار څخه یې د دفتر مسؤل په داسې حال کې ور وستلم چي نور کســان هم ورسره ناست وو اول خومې دا فضا چندانې خوښه نه شوه ما خو غوښـــتل چي په تنهایي ورسره وګورم خو په هر صورت له ستړې مه شې څخه وروسته یې راته ووېل چي څنګه راغلي یاست؟
ما ورته ووېل چي، زه غواړم په لویه پکتیا کې یوه کلني دودیزه مشاعره دود کړم هغه راته ووېل چي ، ډېر ښه خو په کوم نوم؟
ما ورته ووېل چي د نښـــــــــــــــتر په نوم تڼیوال صاحب ووېل چي نه زه غواړم د شندي ګل په نوم کلنۍ مشاعره دلته دود کړم خوته مه خپه کېږه د نښتر مشاعره به ستالپاره ضمني ورسره ونیسو، نومې له واره مخ دا نورومېلمنوته چي شمېر یې ترشلوکسو پورې رسېده را واړاو هغوی ته مې ووېل چي، تاسې شندي ګل پېژنئ؟
ټولویواوبل ته وکتل وېل نه ولله، یاره باور وکړئ چي تڼیوال صاحب ته مې ډېره سخته غوسه راغله هم مې روژه وه او هم مې ډېرزیات انتظار ورته ایستلی وو نو مې تڼیوال صاحب ته ووېل چي ستاسو په دفتر کې ناست پکتیاوال شندي ګل لا نه پېژني نوله هیواد څخه بهر افغانان به یې څه وپېژني؟
نو مې له تڼیوال صاحب څخه پوښتنه وکړه چي صاحب! تاسو یې اوس راوپېژنئ دا ګل چیرې پیدا کیږي هغه راته ووېل چي دا د خوست د غرونو په لمنو کې د پسرلي په وخت کې راټوکېږي نو مې ورته ووېل چي که ډېرمو خوښیږي بیا یې په خوست کې دود کړه، استاد داسې تور تورراوخوټېد اوراته ویې وېل چي زلمیه ته خوډېرتند یې ما وېل لا خوزلمی یم
چي زوړ شم نو به جوړ شم په دې وخت کې لږ په مسکا شوخوما په جدي خبرو پیل وکړ او ورته ومې وېل چي، تڼیوال صاحب لویه پکتیا د ګران هېوادپه تاریخ کې ډېرې ویاړونې اوښایسته لوړ نوم لري، کلنۍ مشاعره یې هم یاید نامي وی ما په اروپا اود نړۍ په ډېرو برخو کې له خپلوشاعرو ملګرو لکه عبدالوهاب سرتېر، ایمل پسرلي، پیرمحمد کاروان او نورو سره مشوره کړې اوټول دنښتر په نوم ولاړ دي اوس چي ستا په دفترکې شندي ګل څوک نه پېژني نو زه به خپلو ملګرو ته څنګه قناعت ورکړم؟
لنډه دا چي، تبه یې لږ ورانه شوه بیا یې ووېل چي په دې روژه کې به په کوم شــاعر کې دومره زور وی چي خپل شعر په جګ اواز سره ووایي؟
ماورته ووېل چي خلګ په وږي نس جبهې ساتي زه خو په شاعرو ملګرو نه د غره سر ته پېټي غېژوم او نه ترانې په لوړ اواز پرې وایم، په دې وخت کې دا ټول مېلمانه زموږ په ننـــداره وو استاد ووېل چي ښه سمه ده سره جوړ به شو خو ته ژر مه ځه روژه به په خیرتېره شي بیا به دا کار وکړوما ورته ووېل چي زه معطل کېدی نه شم صاحب! تاسوخو به د اطلاعات او کولتور ریاست لرئ؟
وېل هوولې نه ماورته ووېل چي زه ورځم له ریس سره یې ګورم وېل ښه ستاخوښه بس زه هم ورڅخه راووتم ولاړم د لویې پکتیا د کولتور ریاست ته چي حوېلۍ ته ورننوتلم ګډوډ حال وو دحوېلۍ باغچه د ګلانو په ځای په ځوځانواو وښو سمبال وه دنل اوبه هسې بې ځایه بهېدې له پیاده تر ریس پورې یې ټول کارکوونکي د ګردیـز دري ژبي(دېګانان)وو یو
پښتون مې هم پکې ونه لید، ریس یې دروېش نومېده هغه هم ځان داخوااخواکاوه ورته ومې ووېل چي ته مې هم نه یې په کار صرف ماته د یو دووشاعرو ملګرو پتې راکړه نور خلاص یې هغه یوګردېزی پیاده راسره ولېږه د احمـــدجان په نوم یو څوک چي د ګردېز ښارپه څنډه کې اوسېده دهغه کور ته یې وروستلم هغه ډېر خوښ شو نوروشاعرو ملګرو ته یې په بېړه تیلیفونونه وکړل ورته ویې ویل چی، له جرمني څخه زموږ یوهیوادوال راغلی اوغواړي چي، د پکتیا لپاره یوه کلنۍ دودیزه مشاعره دود کړي سبا ته د ماسپښین په دوو بجو راشئ په سبا یې د څلوېښـــــتو تنو په شا اوخوا کې شاعر ملګري راورسېدل غونډه وشوه او د رایو په اتفاق هم د نښـــتر نوم ومنل شو او هم د مشاعرې نېټه وټاکله شوه داپه داسې حال کې چي دتڼیوال صاحب تبه چندان ښه نه وه ځکه چي هغه په شندي ګل باندې ولاړووخورایه ماوېوړه .
دوهمــــه خاطـــــــره:
کله چي د نښـــــــتر مشاعره هم په جرمني او هم په ګردېز کې په یوه ورځ وشوه نو تڼیوال صاحب ته مالومه شوه چي زما منډې د لویې پکتیا په فرهنګي خوځښت کې څومره ګټورې وې بس نو بیا یې انډیوالې راسره پیل کړه هر وخت یې تیلیفوني تماس راسره نیو، د ژوند په ورستیو ورځوکې یې ډېرټینګارکاوه چي یوځل بیا راشه چي په زرمت کې د توتو دودیزه مېله چي د طالبانو په مېله مشهوره او دا درۍ لسېزې نه ده شوې بیا راژوندۍ کړو ما هم ورسره وعـــده وکړه چي په دواړو سترګو خو اوس د توتو وخت په تېرېدو دی راتلوونکي کال ته به له خیر سره درشم خو درېغه چي زموږ غلیمانو تر بل کال پورې ګران استاد راته پرې نه ښود روح دې ښاد او جنتونه یې په برخه کړې .
له کړېدلو او با احساسه پښتنو وروڼو څخه یوه جدي او لــویـــــه هیـــله:
خوږو وروڼـــــــــــــــــــــو!
که هرڅومره په کونجو کې د ځان لپاره ارام ولټوو هغومره به له نېستي اوتباهي څه چي له بدنامي سره مخامخ شو نو راځئ چی، په رڼا ورځ نړیوال کلی په دې خبر او وپوهووچي له موږ سره جفا کېږي موږ باید له نړیوالوسره ترمعنوي پولو پورې معامله وکړو موږ د ګران افغانســتان اصل توکم او اوسېدونکي یو نو بیا ولې دا غله او پردۍ ټلواله موږ له خپل پلرني هیواد سره یو څای په نورو خرڅوي زموږ یې په طالب، عرب او القاعده څه؟