د مينې په بازار کې وړيا زړونه خرڅېدل
ليدل مې عاشقان په اوښکو وينو ژړېدل
د سترګو او غوږو سره ګلرخ ړانده کاڼه وه
آهونه د مين ېې نه ليدل نه اورېدل
زړګيه هاغه ټپ خو دې لا هغه ورځ ناسور شو
اشنا چې له غروره ورته يوځل نه کتل
پدې عصر کې مينه محبت وايي و دې ته
د غم په سمندر کې بې ګودره ګډېدل
که غواړې په بستر کې په بېغمه زړه خوبونه
راځه زړګيه پرېږده نور د يار په کوڅه تلل
بلبله فرياد مه کړه راځه مينه وایی دې ته
پتنګ غوندې په چپه خوله په شمعه سوځېدل
په غشو د مژګانو دې اشنا نور هم زخمي کړ
ټپونه خو مې زړه دا ستا په سترګو رغول
په غبرګو سترګو ړوند واي ياره دا سزا مې ښه وه
خوبونه د وصال مې په رڼو سترګو ليدل
ناصحه نصيحت دې راته هسې افسانه ده
د مينې ليوني او د تهمت نه وېرېدل
د عشق په مدرسه کې مې دا يو سبق زده کړی
ژړا ځان سره پټه د دنيا سره خندل
شعرونه او غزلې د ف – ث تشه بانه وه
دنيا ته ېې د زړه سوي داغونه ورښودل
22.12.2000