رویټر د نوي ډیلی څخه خبر ورکوی چی نن ( شنبه ) د هندد مرکز په خورا عصری سیمه یعنی کناټ پلېس کی لږ تر لږه پنځه بمونه یو په بل پسی وچاودل چی ۱۸کسه یې ووژل او په لس ګونو یې هم زخمیان کړل . دا چاودنی د مازیګر پر شپږنیمو بجو وسوې . کناټ پلېس د هند یو عصری تجارتی مرکز دﺉ . خبر وایی چی د هند د اسلامی مجاهدینو سازمان محلی تلویزیونونو ته د ایمیل په لیږلو سره د دې حملو مسؤلیت پر ذمه اخیستی دﺉ .
د پېښي څخه لږ وروسته ځانګړي کوماندويي ډلګۍ د پېښي ځای ته د روزل سوو سپيو په ملتيا ورسيدل چي د پېښي په اړه جزيات معلوم کړي . د پېښي نور جزيات د دې ويډيوي راپور کي وګورئ :